د لاس رسي وړ اتصالات

متقي پاکستان ته: پر کرښه مشکلات رامنځته کول د دواړو هیوادونو په زیان دي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په اشارې وايي چې پر ګډه پوله ستونزې جوړول د دواړو هیوادونو په زیان دي.

ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) په کابل کې د «مالي جرایمو معافیت د صنعت او سوادګرۍ د ملاتړ» غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوادګرۍ باید د اصولو له مخې تر سره شي.

هغه وویل دا چې پاکستان د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ترانزیټ کوي، په خبره یې افغانستان هم حق لري چې د پاکستان له لارې څخه استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "په نژدې هیوادونو کې زموږ او ستاسو ګاونډی هیواد پاکستان، هغوی ته موږ دا خبره کوو چې موږ او ستاسو د سرحدي ځواکونو ترمنځ لانجه نه ستاسو او نه زموږ په ګټه ده. پر کرښه مشکلات رامنځته کول نه ستاسو په ګټه ده زموږ په ګټه ده. زه تاته د ورور، سیال، مسلمان په سترګه ګورمه ته هم په هغه سترګه راته وګوره. تجارت د اصولو په رڼا کې را سره وکړه، راشه درشه د اصولو په رڼا کې را سره وکړه. تاته چې مي لار در کړې ده ټوله مرکزي اسیا مي درته خلاصه کړې ده، زه هم حق لرم چې ستا له ترانزیټي لارې څخه استفاده وکړم."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې له پاکستان څخه یې څو ځلې له ډپلوماتیکو لارو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

ښاغلي متقي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روانه ډسمبر میاشت د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «شېرو اوبو» سیمه کې چمن سره په پوله د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شول.

ویل کیږي چې طالب سرتیرو د «شېرو اوبو» سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې پاکستاني سرتیرو پرې ډزې کړي او نښته رامنځته شوه.

پاکستاني چارواکي چې تر دا مهاله یې د امیر خان متقي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، تر دې مخکې پر کرښه د جګړې رامنځته کېدو مسؤلیت پر افغان لوري اچولی و.

خو د طالبانو حکومت دفاع وزارت هغه مهال د یادو نښتو پړه پر پاکستاني سرتیرو اچولې وه او ویلي و چې پاکستاني سرتیرو پر سپین بولدک ولسوالۍ د توغندیو په توغولو جګړې ته لار هواره کړې وه.په دغه نښتو کې د پولې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه راپورونه ورکړل شوي و.

ویل کیږي چې د سپین بولدک او چمن سره پر کرښه د وروستي تاوتریخوالي له امله د ځاني زیان ترڅنګ عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم رسېدلي و.

په تیره نومبر میاشت کې د پکتیا ولایت په ډنډي پټان ولسوالۍ کې هم پر ډیورند کرښه د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې له امله یې د ډنډي پټان لار د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره نومبر میاشت کې پر پاکستاني سرتیرو د ډزو له امله د سپین بولدک ـ چمن دروازه او ډنډي پټان لارې د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې چې له امله یې د دواړو لورو سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان رسېدلی و.

XS
SM
MD
LG