د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان او بیلتون غوښتونکي بلوڅان؛ د ایران او پاکستان په پوله کړکیچ له څه ریښه اخلي؟


د بلوچستان ایالت په ګوادر بندر کې په یوه امنیتي پوسته کې یو پاکستانی پوځي
د بلوچستان ایالت په ګوادر بندر کې په یوه امنیتي پوسته کې یو پاکستانی پوځي

بلوچستان د ایران او پاکستان ترمنځ د ناکراره سیمه ده، چیرته چې د پولې دواړو غاړو ته امنیتي ځواکونه له کلونو راهیسې له افراطي ډلو سره په جګړه بوخت دي، خو اوس د کړکېچ د زیاتېدو ګواښ دا ګاونډیان ګواښي.


په یوه وروستۍ پیښه کې، پاکستان د پنجشنبې په ورځ جنورۍ په ۱۸ (مرغومي ۲۸) اعلان وکړ چې په ایران کې یې د بېلتون غوښتونکو افراطیانو پر ضد هوايي بریدونه کړي دي.


تر دې یوه ورځ مخکې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په پاکستان کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو د راکټي او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.


پاکستان په ایران کې کومه ډله په نښه کړه؟


د پاکستان یو استخباراتي مقام ویلي دي چې په ایران کې د پاکستان د بریدونو هدف د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې جبهه وه.

د بلوچستان د بیلتون غوښتونکي جبهې په ګډون څو جلاغوښتونکې وسله والې ډلې چې فعالیتونه یې په پاکستان کې غیر قانوني دي، له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د حکومت په وړاندې د یو خپلواک دولت د جوړولو لپاره مبارزه کوي.


بلوڅ بیلتون غوښتونکي چې له کلونو راهیسې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي، د پاکستان حکومت په تعصب تورنوي او وايي چې د دغه ایالت له زیرمو لکه ګاز او معدن څخه کار اخلي، خو د دغه ایالت د زیربناوو په برخه کې یې څه نه دي ترسره کړي.


په بلوچستان ایالت کې د بلوچستان د ازادۍ جبهې په ګډون یو شمېر بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې وسله وال فعالیت کوي، او معمولاً د حکومتي ځواکونو پر ضد د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.


د بلوچستان اهمیت په څه کې دی؟


دا پراخ ایالت چې شاوخوا ۱۵ میلیون نفوس لري په عمده توګه د وچو دښتو او غرنیو سیمو څخه جوړ دی چې د ځمکې لاندې نه سپړل شوې معدني شتمني لري.


دا ایالت د ارضي پراخوالي پلوه تر ټولو لوی او د نفوسو د شمیر له درکه تر ټولو کوچنی ایالت دی. دا ایالت د افغانستان او د ایران له سیستان او بلوچستان ایالت سره پوله لري، چې پاکستان هلته بریدونه وکړل.


بلوچستان د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې هم مهم موقعیت لري، چې د چین د حکومت د یو کمربند یوې لارې د نوښت یوه لویه برخه ده.


دا دهلیز د چین لوېدیځ سینکیانګ ولایت د ګوادر بندر سره نښلوي. تمه کیږي چې چین به په دې پروژه کې له ۶۵ میلیارد ډالرو څخه په زیاته پانګونه په پاکستان کې یو هوایی ډګر، سړکونو، ریل پټلۍ، انرژۍ او نورې زیربناوې جوړې کړي تر څو په سیمه کې د وچې او سمندر سوداګریزې لارې وده وکړي.


بلوڅان څوک دي؟


په ټوليزه توګه د بلوڅانو نفوس شاوخوا لس ميليونه اټکل شوى، چې زياتره يې د پاکستان په لوېديځ کې په بلوچستان ايالت او هم په سند ايالت کې ژوند کوي، يو څو ميليونه يې د ايران په سوېل ختيځ کې د سيستان بلوچستان په ولايت کې او ډېرکوچنی اقلیت یې په افغانستان کې ژوند کوي.


د ایران سیستان بلوچستان ایالت او د پاکستان بلوچستان ایالت دواړه د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو له بې وزلو سیمو څخه دي، چې تل له وچکالۍ او بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي.


ایران او پاکستان نږدې زر کیلومتره ګډه پوله لري، چې د قاچاق اړوند فعالیتونه په ځانګړې توګه د تیلو د موادو قاچاق پکې زیات دي.


بلوڅان سني مسلمانان دي چې په ایران کې یو له کوچنیو توکمیزو اقلیتونو څخه تشکیلوي.


په ایران کې امنیتي ګواښ څه دی؟

تاوتریخوالی د پولې دواړو غاړو ته له اوږدې مودې راهیسې دوام لري، خو په ندرت سره یې طغیان کړی. دوه ورځې وروسته له هغې چې ایران په پاکستان کې پر "ترهګریزو" اهدافو برید وکړ او لږترلږه دوه ماشومان یې ووژل، د ایران دولتي رسنیو وویل چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په هوايي بریدونو کې نهه تنه ووژل شول.


ایران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پاکستان کې یې د "جیش العدل" ډلې مرکزونه په نښه کړي دي. دغه سني بېلتون غوښتونکې ډله د ایران او د هغه اصلي سیال، متحده ایالاتو د یوه تروریستي سازمان په توګه په تور لیست کې اچولې ده.


په وروستیو میاشتو کې جیش العدل ډلې په ایران کې دننه بریدونه کړي دي. د دسمبر په میاشت کې د راسک په ښار کې چې مسوبلیت یې دې ډلې منلی یوولس پولیس ووژل شول.


جیش العدل په ۲۰۱۲ کال کې د جندالله په نوم د ورته ډلې له ړنګېدو وروسته رامنځته شو، چې له کلونو راهیسې یې د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کول، خو په ۲۰۱۰ کال کې د خپل مشر عبدالمالک ریګي له نیول کېدو او اعدامولو وروسته کمزوری شو.


د ایران د رسمي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه الوتکه چې ریګي په کې سپور و، د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ میاشت کې هغه مهال چې قرغزستان ته روانه وه، د ایراني جنګي الوتکو له خوا په ایران کې ښکته کیدو ته اړ کړای شوه. ریګي ونیول شو او بیا د هماغه کال په جون میاشت کې په دار وځړول شو.


د پاکستان وضعیت څه ډول دی؟


د پولې بلې غاړې ته پاکستاني ځواکونه له څه باندې دوو لسیزو راهیسې له بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره په جګړه بوخت دي، چې تر اوسه یې په امنیتي ځواکونو، دولتي کارکوونکو او ملکي وګړو باندې په بریدونو کې په سلګونو کسان په نښه کړي دي.


بلوڅ بېلتون غوښتونکي او د بشري حقونو ډلې وايي، د یاغیانو پرضد د پوځ په عملیاتو کې په ډله ییزه توګه جبري بې درکه کول او له عدالته بهر وژنې شاملې دي.


د ۲۰۱۴ کال راهیسې، بېلتون غوښتونکو د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) اړوند پروژې هم په نښه کړي دي؛ د څو میلیارد ډالرو پروژه چې د چین د حکومت د یو کمربند یو سړک نوښت برخه ده، چې ډیری برخې یې د معدن له درکه د بډایه بلوچستان څخه تیریږي.


په ایران کې د بلوچانو شکایت څه دی؟


په ۲۰۲۲ کال کې د ایران سیستان او بلوچستان ایالت هغه مهال له تازه بې ثباتۍ سره مخ شو چې اوسېدونکو یې د پولیسو په توقیف کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ مېرمنې مهسا امیني د وژل کېدو له امله په ټول ایران کې له لاریونونو سره یو ځای شول.


په داسې حال کې چې لاريونونه خپل اوج ته رسېدلي وو، د دغه ولايت د امنيه قوماندان له خوا پر يوې پېغلې نجلۍ د جنسي تېري ادعا دغه لاريونونه نور هم پياوړي کړل او امنيتي ځواکونو لاريونونه وځپل.


د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۳۰مه، د سیستان او بلوچستان ایالت په مرکزی ښار زاهدان کې، چې امنیتی ځواکونو پر یوه مظاهره ډزې وکړې، تر ۸۰ ډېر کسان یې ووژل شول. دا ورځ د "وینو ډکې جمعې" په نامه مشهوره ده.


فعالان له اوږدې مودې راهیسې شکایت درلود چې دا سیمه د ایران د شیعه مذهبي مشرتابه له خوا د اقتصادي او سیاسي تبعیض قرباني شوې او په نامتناسبه شمیر بلوڅان په ځانګړې توګه د مخدره موادو په تور اعدام شوي دي.


د سیمې اقتصادي بې وزلي ددې لامل شوې چې ډیری بلوڅان د پولې په اوږدو کې پاکستان ته تېل قاچاق کړي، چیرې چې په لوړه بیه یې وپلوري. د فعالانو په وینا په دې وروستیو کلونو کې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په لسګونو کسان وژل شوي دي.


د بخښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو لږ تر لږه ۱۹ سلنه یې د بلوڅ اقلیت سره تړاو لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG