د لاس رسي وړ اتصالات

بلوڅ بیلتون غوښتونکو بلوچستان کې د پولیسو په موټر د ځانمرګي برید کولو ادعا وکړله


په ځانمرګي برید کې د پولیسو یوه افسره وژل شوي او پنځه نور ټپي شویدي.
په ځانمرګي برید کې د پولیسو یوه افسره وژل شوي او پنځه نور ټپي شویدي.

د بلوڅ آزادۍ پوځ په نامه د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ ۳) د دې ولایت د تربت په ښار کې د پولیسو د موټرو په کتار ځانمرګی برید دوي کړی.

پدې ځانمرګي برید کې یوه پولیسه وژل شوې او پنځه نور ټپي شویدي. د ټپي شویو پولیسو د حالت په هکله څه ندي ویل شوي.

پولیس وایي د ځانمرګي برید هدف د نیمه پوځي ملیشو د موټرو کتار و چې پولیسو یې امنیت ساته.

د بلوڅ آزادۍ پوځ یو ویاند جیاند بلوچ ادعا کړې چې دا برید د دوي غړیو کړی.

په سیمه کې د حکومت یو جګپوړي چارواکي بشیر احمد ویلي چې د برید هدف د سرحدي قول اردو د ځواکونو د موټر کتار و خو په چاودنې کې د پولیسو موټر برابر شو.


پدې سیمې کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

د بلوڅ آزادۍ پوځ د بلوچستان په ایالات کې د څو بیلتون غوښتونکو ډلو څخه یوه ده چې د کالونو راپدیخوا د پاکستان تر ټولو سترې صوبې کې د حکومت پر ضد جنګیږي.

سره لدې چې پاکستان وای په سیمه کې یې د بلوڅانو بغاوت ځپلی خو بیا هم دا ډله وخت ناوخته په همدې ولایت او نورو سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي.

د بلوچستان په ولایت کې چې د منرالونو او ګازو له پلوه غني سیمه ده، د بلوچستان د ملي پوځ په شان وسله والې ډلې د پاکستان څخه خپلواکي غواړي.

بلوچستان د ازادۍ غورځنګ د پاکستان حکومت تورنوي چې د دوی حقونه نه ورکوي او د "بلوڅانو په سیمو کې د هغوی طبیعي شتمنۍ" لوټوي، خو پاکستاني مقامات دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG