د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د مس عینک ساحې څخه د لرغونو اثارو انتقال وروسته به د کان سپړل پیل شي


عینک مسو کان (ارشیف)
عینک مسو کان (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د ددغه وزارت د سرپرست او د (MCC) په نوم د چینايي شرکت د چارواکو ترمنځ په کتنه کې د لوګر د مس عینک د کان د سپړلو په اړه د یوې موافقې خبر ورکړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د سه شنبې په ورځ جون۱۳ (جوزا۲۳) د خپل تویټر په پاڼه لیکلي، چې ددغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او د چین د (MCC) شرکت د مرستیال ترمنځ د لوګر د مس عینک د کان د سپړلو په اړه موافقه کړې، چې د دغه کان له ساحې څخه د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د کان د سپړلو کارونه پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي، چې دغه وزارت د دې پروژې ټول مسؤلیتونه د قرارداد په اساس تر سره کړي او قراردادي شرکت باید د دغې پروژې عملي کار نور ونه ځنډوي.

دغه وزارت ویلی:" همدارنګه یې د مس عنیک کان لرغونو اثارو د لېږد لپاره د کانونو او پټرولیم،اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او د یادې کمپنۍ د استازو او د دغه وزارت د تخنیکي مرستیال په مشرۍ ګډه کمېټه جوړه کړه. له دې خبرو وروسته د MCC کمپنۍ مرستیال وویل، چې د عینک ساحې څخه د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د یادې پروژې کارونه پیل شي".

د مس عینک د کان قرارداد په ۲۰۰۸ کال کې د ۲.۸۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلنو لپاره د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په دوره کې د MJAM-MCC)( په نوم د چینايي شرکت سره لاسلیک شوی و.

خو د ځینو ناڅرګندو دلایلو له امله دغه چینايي شرکت ددغه کان سپړل وځنډول. دا کان د کابل په جنوب ختیځ کې په ۳۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، چې په نړۍ کې د مسو په څو لویو کانونو کې شمیرل کیږي.

دغه چینايي شرکت بیا وروسته شوي قرارداد باندې د بیا غور غوښتنه وکړه.

وروسته بیا یو بل چینايي شرکت ددغه کان د سپړلو لپاره چمتوالی وښود خو تراوسه لا په دغه کان باندې کار نه دی پیل شوی.

په دې وروستیو کلنو کې د امنیتي ستونزو سربیره د کان د سپړلو د کار د ځنډ یو علت د کان په شاوخوا سیمو کې د تاریخي اثارو شتون ښودل شوی و.

اوس په دې موافقه شوې، چې دا اثار به د یوې ګډې کمیټې د څارنې لاندې د کان له ساحې بل مصون ځای ته انتقال شي.

افغانستان په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د قیمتي او نیمه فیمتي ډبرو پراخه کانونه لري، خو د اوږدې جګړې او د زیربناو د نشتون له امله تراوسه له دغو کانونو ګټه نه ده اخیستل شوې.

XS
SM
MD
LG