د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ بزګر شکایت لري چې سږکال ځمکني توتانو ښه حاصل ندی ورکړی  


د بلخ بزګر شکایت لري چې سږکال ځمکني توتانو ښه حاصل ندی ورکړی  
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

په بلخ کې د ځمکني توتانو یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله د باران د کم اورښت او وچکالۍ له امله ځمکو ښه حاصل ندی ورکړی او ګټه یې هغومره نده لکه تیر کال یې چې لرله.  

په بلخ کې د ځمکني توتانو یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله د باران د کم اورښت او وچکالۍ له امله ځمکو ښه حاصل ندی ورکړی او ګټه یې هغومره نده لکه تیر کال یې چې لرله.

د بلخ په ولسوالۍ کې یو شمیر دا کروندګر وايي، وچکالۍ او مرضونو سږ کال ددوی د ځمکني توتانو کښتونه هم خراب کړي دي او دا شکایت هم لري، چې د طالبانو حکومت ورسره د کیمیاوي سرو او زراعتي درملو په برخه کې هیڅ مرستې ندي کړي.

کروندګر او د بلخ د ولسوالۍ د کروندګرو د اتحادیې مشر شاه محمد وايي له تېرو دوه کالو راهیسي ځمکني توتان کري او دا توتان د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي.

د هغه په وینا پروسږکال یې له یو جریب ځمکې څخه تر ۱۲۰ زرو افغانیو پورې ځمکنې توتانو حاصل ترلاسه کړی وو خو سږ کال له همغې ځمکې څخه تر ۷۰ زرو افغانیو پورې ځمکنې توتان پلورلي دي.

هغه وویل:”دا توت زمیني چې باران کال وي ښه وي. پروسږ کال مو د ثور تر اخره له دې نه ښه حاصل واخیسته. سږ کال دا د ثور تر لسمې ختم شول. هیڅ نه لري“.

کروندګر شاه محمد وايي دولت دې له کروندګر سره د کیمیاوې سرې مرسته وکړي او همداشان دوی ته دې د کوکنارو سره د مبارزې په موخه د زراعت په برخه کې لازمې زده کړې ورکړي تر څو وکولای شي د وچکالۍ او مرضونو په وخت کې په ښه توګه کښت وکړي.

شاه محمد امریکاغږ ته وویل: "دا ځمکني توتان او زعفران په افغانستان کې ډېر کامیاب دي. که ځمکني توت ته په وخت کیمیاوي سره ورکړل شي. دا له کوکنارو نه ښه دي. کوکنارو باید ورک شي. خلک یې په بد حال کړي دي. دهقان سره چې کمک وشي او د زراعت له خوا ورته زده کړه ورکړل شي. که دهقان ته زده کړې ور نه کړل هغه به څه وکړي".

بلخ کې کروندګر وايي که چیرې د دولت له خوا له دوی سره د زراعتي مرضونو په وخت کې مرسته وشي، نو هیڅکله به د کوکنارو کرلو ته مخه ونه کړي.

XS
SM
MD
LG