د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کوکنارو پرځای د غنمو کښت، د غنمو حاصلات زیات کړي


په افغانستان کې د غنمو درمند
په افغانستان کې د غنمو درمند

د طالبانو د حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې سږکال د غنمو حاصلات د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده زیات شوي دي.

ددغه وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سږکال تراوسه تر پنځه میلیونو ټنو پورې د غنمو حاصلات ټول شوي دي.

مولوي عمري وویل: "سږکال مونږ د خپلو ځمکو څخه پنځه میلیونه ټنه د غنمو حاصلات لرو او دا ددې نښه ده، چې په کومو ځمکو چې تیرکال کوکنار کرل شوي و، سږکال د هغو ځمکو څخه غنم ترلاسه شوي دي او د غنمو په حاصلاتو کې یو میلیون ټن اضافه والی لرو".

تیره میاشت د (Alcis) په نوم یوې بریتانوي ادارې له خوا د شوې سروې موندنې وښوده، چې سږکال د هلمند په ولایت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی دی. سټلایټ په وسيله ددې ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې په روان فصل کې په هلمند ولایت کې تر زرو هکتارو په کمه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

دا راپور وايي: "په حقیقت کې د لوړ کیفیت اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د هلمند په ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې پر ۱۲۰ زره هکتاره ځمکه باندې کرل شوی کښت په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱۰۰۰ هکتارو ته راکم شوی دی".

یو شمیر بزګران وايي، چې د کوکنارو په کر د طالبانو د حکومت بندیز هغوی ته د بدلیل معیشت د پروګرامونو د برابرولو پرته شوی، چې له امله یې د دوی اقتصاد ډیر خراب شوی دی.

په یو شمیر ولایتونو، چې بزګرانو د کوکنارو پر ځای نور فصلونه کرلي د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت د مرستو او نه همکارۍ څخه شکایت کوي.

په اکثرو ولایتونو کې بزګران، چې د کوکنارو کر پر ځای یې د نورو فصلونو کرلو ته مخه کړې وايي، چې د کوکنارو د کر د بندیدلو وروسته دوی سره هیچا مرسته نه ده کړې.

په افغانستان کې د غنمو د فصل د اخیستلو وروسته د تیرکال پرتله د غنمو بیې هم راټیټې شوي دي.

کابل کې د اصغر په نوم یو دکاندار امریکا غږ ته وویل، چې پروسږکال دا وخت یې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ کې یو من غنم په ۳۰۰ افغانیو اخیستي و، خو سږکال یو من غنمو بیه ۱۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د سید منتظرشاه په نوم د کرهڼې د چارو یو افغان متخصص امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې معمولا د شمیرونو د راټولولو منابع دقیقې نه دي، خو ددې سره سره سږکال اقلیم مرطوب و او د غنمو د حاصل لپاره مناسب و.

ښاغلي منتظرشاه وویل، چې سږکال په افغانستان کې په ځانګړي ډول شمال، شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې د للمي غنمو حاصلات هم ډیر ښه و.

سید منتظرشاه وویل، چې د غنمو او نورو کرهڼیزو حاصلاتو د ښه کیدو لپاره د کرهڼې په سکټور کې د کرهڼې د چارو د ماهرینو ګمارل او هم د ولایتونو په کچه د بزګرانو د ګروپونو جوړول، د بزګرانو او مالدارانو د ظرفیتونو لوړول، بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم ویشل، د اوبو او د ځمکې پرمخ د اوبو څخه کار اخیستل، بزګرانو ته د کیمیاوي سرې برابرول او د کرهڼې سکټور کې د تکنالوژۍ رواجول مهم وګڼل.

XS
SM
MD
LG