د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې ملخانو د غنمو ډیر فصلونه خوړلي- کروندګر


د افغانستان په شمال کې ملخانو پر کروندو برید کړی او د غنمو ډیرې کروندې یې خوړلي دي. کروندګر او د هغوی کورنۍ وايي، د مخنیوي دپاره یې کافي توان نلري.

بلخ یو له هغو اتو ولایتونو دی چې ملخانو یې پر کروند برید کړی دی. ددې ولایت د کندالي کلی د للمو ځمکو د غنمو کروندې ملخانو پر سر اخیستي دي.

ددې کلي اوسېدونکی باز محمد وايي: "موږ په وږو ګیډو پلي ځو تر څو دوی ووژنو، که موږ دا کار ونه کړو، زموږ کروندې تباه دي، ډیرې یې وار له مخه تباه شوي دي، دوی خوړلي دي."

مسئولین وايي، دغه ملخان د کروندو تر خوړلو وروسته اوس هګۍ اچوي ترڅو په راتلونکي پسرلي کې د نوو کروندو لپاره نوی نسل ولري. دا په داسې حال کې ده چې، ملګري ملتونو وایي په افغانستان کې د هرو ۱۰ کورنیو نه نهه کورنۍ له لوږې سره مخ دي.

د بلخ د کرنې په ریاست کې د ملخانو د کنټرول مسئول صفت الله عزیزي وايي: "دا ساحې ملخانو پوښلې وې. تر دې دمه موږ وکولای شول چې تر ۷۰۰۰ هکتاره ډیره ځمکه پاکه کړو. مګر له بده مرغه، ملخان د غونډیو په سرونو کې پاتې شول، کله چې په هغو سیمو کې واښه وچ شول، دوی دغو پاکو سیمو ته راغلل او دلته اوس هګۍ اچوي."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې (FAO) په وینا، سږ کال به دا ملخان ۱.۲ ملیونه ټنه غنم له منځه یوسي، چې دا د یو کال حاصلاتو څلورمه برخه ده، او د ۴۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیان دی. افغانستان د درېیم پرلپسې کال لپاره له وچکالۍ سره مخ دی.

د کندالي کلي اوسېدونکی دوست محمد یعقوبي وايي، کروندې يې په بشپړه توګه ملخانو خوړلې دي. نوموړی زیاتوي: "وچکالي ده، له پخوا کروندې خرابې وې او دا پاتې يې ملخانو وخوړلې. موږ په دې دښته کې د حاصلاتو په تمه وو، اوس مو نو هر څه له لاسه ورکړل."

د افغانستان اقتصاد چې لا له وړاندې د لسیزو جګړو له امله ځپل شوی وو، د طالبانو د حکومت له بیاراتګ سره د میلیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو له کمښت سره هم مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG