د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار اقلیم سیټروسو ته ښه مناسب دی – د کندهار بڼوال


د کندهار اقلیم سیټروسو ته ښه مناسب دی – د کندهار بڼوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

په کندهار کې یو شمیر بڼوال او کروندګر وايي، چې ددغه ولایت اقلیمي شرایط په ټوله کې د سیټروسو په تیره بیا د مالټو ترویج ته ښه مناسب دي او د سیټروسو ونې ښه حاصل ورکړي.

په کندهار کې یو شمیر بڼوال او کروندګر وايي، چې ددغه ولایت اقلیمي شرایط په ټوله کې د سیټروسو په تیره بیا د مالټو ترویج ته ښه مناسب دي او د سیټروسو ونې ښه حاصل ورکړي.

نیک محمد د مالټو نوی باغ جوړ کړی او وایې چې په لومړي کال یې نویو اېښودل شویو نیالګیو حاصل نیولی.

نوموړی زیاتوي: دا مالټې سږ کال موږ ایښي او دا باغ نوی دی تاسي وینی چې حاصل یې نیولی په خاصله طریقه سره دې ونو ته اوبه ور کول کیږي او ښه وده یې هم کړې د دې ترڅنګ موږ د مالټو دوهم باغ هم کښېنولی چې هغه هم ښه حاصل نیولی پدې سیمه کې د مالټو ونې ښه وده کوي.

په جنوبي ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار او هلمند کې د ګرهڼي نوي تجربې تر ډيره بریالی بلل کیږي.

د کرهڼې ماهرین وایې چې په یادو دواړو ولایتونو کې تر لسو پولي کوچني ګرهڼيز اقلیمونه موجود دي چې د ځمکه والو د پوهي د کچي لوړیده پکښې کرهڼیزه وده رامنځ ته کولای شي.

XS
SM
MD
LG