د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې د جي-۷ ډلې یا د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د کاناډا په غونډه کې ټینګار وکړ چې ایران نه یوازې په سیمه کې د بې ثباتۍ سرچینه ده، بلکې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني جمعه مارچ ۱۴ ( کب ۲۴) پدې هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو لوړ پوړي غړي وژل کیدو خبر ورکړی.
پاکستاني چارواکي وایي د پیسو نړیوال وجهي صندوق استازو سره د مامورینو په کچه یوې موافقې ته رسیدلي چې له مخې به یې دې هیواد ته چې نږدې دی د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي، ۳ میلیارده ډالر د پور په توګه ورکړل شي.
د متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (کب ۲۴) تاجیکستان او قرغیزستان جمهوریتونو ته د خپل منځي سرحدونو د ټاکلو د تاریخي تړون له امله مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لاسته راوړنه د ډپلوماسۍ او سیمه ییز ثبات لپاره د دوی د حکومتونو ژمنتیا څرګندوي.
د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې خپلواکې کمیټې د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) په یو نوی خپور کړي راپور کې ویلي چې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ له جوړېدو څخه د څه باندې دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره، د ایران حکومت په سیستماتیک ډول د مخالفینو ځپلو ته دوام ورکوي.
د توغندیو جوړولو لپاره په اړینو موادو بار دوهمې بیړۍ له چین څخه د ایران په لور حرکت پیل کړی دی. د امریکا غږ د یو څېړنیز راپور او لویدیځو رسنیو له مخې، دا له چین څخه ایران ته د توغندیو جوړولو لپاره د اړینو موادو او وسایلو د لیږدولو د پلان برخه ده.
د اسرائيل د دفاع وزیر اسرائیل کنټز د پنجشنبې په ورځ د سوریې په مرکز دمشق باندې هوايي برید تائید کړ او ویې ویل چې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې «د جلب او ادارې مرکز» یې په نښه کړی دی.
اذربایجان او ارمنستان د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۳) اعلان وکړ چې د لسیزو راهېسې د جګړې ختمولو د حل لپاره یې خبرې پای ته ورسولې او دواړو خواو موافقه کړې چې د احتمالي تړون مسوده لاسلیک کړي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په ایران باندې د فشار راوړلو د برخې په توګه د پنجشنبې په ورځ، مارچ ۱۳ (کب ۲۳)، د ایران د تیلو په وزیر محسن پاکنژاد او د بار وړونکو بیړیو په څو شرکتونو بندیزونه ولګول.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري یوشاکوف ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا پلان یوازې د اوکراین دریځ څرګندوي او د هغه په وینا په دې پلان کار کول اړین دي او باید د روسیې دریځ په کې شامل شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په مسافر وړونکي ریل ګاډي برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او د دغې ډلې په وینا په دې قضیه کې د پاکستاني مقاماتو ادعاوې "بې اساسه" دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ (کب۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې د یو شمېر عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي سټیف ویتکوف سره لیدلي او د غزې د بیا رغونې اړه یې ورسره بحث کړی دی.
نور پورته کول