د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې خپلواکې کمیټې د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) په یو نوی خپور کړي راپور کې ویلي چې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ له جوړېدو څخه د څه باندې دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره، د ایران حکومت په سیستماتیک ډول د مخالفینو ځپلو ته دوام ورکوي.
دغه راپور چې د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د ملګرو ملتونو د حقیقت موننې د خپلواک نړیوال کمیسیون لخوا چمتو شوی، په ډاګه کوي چې د ایران د حکومت مقاماتو څنګه د خپلو مخالفینو په وړاندې سیستماتیک جبر او تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې، سره له دې چې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، د تېر کال له ټاکنو دمخه ژمنه کړې وه چې د اجباری حجاب سرسختي اقدامات به نرم کړي، خو د دغه هېواد حکومت له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې، د اجباری حجاب مقررات تر بل هر وخت ډېر سخت پلی کوی او د ښځو او نجونو له اساسی حقونو څخه سرغړونه کوی.
د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې خپلواکې کمیټې په ایران کې د "نور" په نامه طرحې تصویب او پلي کیدو ته په اشارې سره په ډاګه کړه چې د اجباري حجاب سره د مخالفت کونکو میرمنو جنایي محاکمه ګړندۍ شوې او د دوی په وړاندې ظالمانه اقدامات ډیر شوي دي.
د حقیقت موندنې د ماموریت مشرې سارا حسین وویل: "په دوو کلونو کې، ایران د برابرۍ او عدالت لپاره غوښتنې چې د ۲۰۲۲ کال لاریونونو ته یې لاره هواره کړه په پوره ډول رد کړې. د مظاهره چیانو، د قربانیانو د کورنیو او ژوندي پاتې شویو - په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د جنایي جرمونو دوام، څارنه او جبرونه – د ژورې اندیښمنې وړ دي."
د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اپریل میاشتې راهیسې، د ښځو د حقونو مدافعین او فعالان له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دي، چې په کې نغدي جریمې، د اوږده بند سزا او ځینې وختونه حتی د مرګ سزا هم شامله ده.
راپور وایي، په دې موده کې د مظاهرو په تړاو ۱۰ تنه نارینه اعدام شوي او د ۱۱ نارینه او دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. په راپور کې د ایران د محکمو د بهیر د عادلانه توب په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویلي یې دي، شواهد ښيي چې له تورنو کسانو اعترافونه په زور اخیستل کېږي.
راپور دا هم ښیي چې ایران د خپلو پولو هاخوا خپل ظلمونه پراخ کړي - او په بهر کې یې خبریالان او د بشري حقونو مدافعین په نښه کړي دي.
د حقیقت موندنې د کمیټې کارپوه شاهین سردار علي، ویلي چې د ایران د حکومت کړنې غندي او پر تهران یې تور ولګاوه چې د خپلو مخالفینو غږونه خاموشوي.
فورم \ دبحث خونه