د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د دوو افغانانو په ګډون لس تنه بندیان اعدام کړل


کې اعدامونه
کې اعدامونه

د ایران د بشري حقونو ډلو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) په ایران کې د دوو افغانانو په ګډون د لسو بندیانو د اعدامولو خبر ورکړ.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د ډلې د راپور له مخې، د پنجشنبې په سهار د یو افغان په ګډون لږ تر لږه درې بندیان د مخدره توکو د جرمونو په اړوند په جیرفت زندان کې اعدام شول.

د حال وش ویب پاڼې چې په ایران کې د اعدامونو لړۍ څاري، راپور ورکړی چې د پنجشنبې په سهار د رضوي خراسان ولایت په ګناآباد زندان کې څلور بندیان اعدام شول. دغه څلور کسان هم د نشه يي توکو په تړاو د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي او له سه شنبې راهیسې د انفرادي بند په خونو کې ساتل کیدل.

د ایران د بشري حقونو سازمان همداشان اعلان کړی چې د چهارشنبې په سهار د شیراز په عادل اباد زندان کې د یو افغان په ګډون دوه بندیان د "قتل" په تور اعدام شول. دغه راز د خرم اباد په زندان کې يو بل بندي هم د "قتل" په جرم اعدام شو.

په ایران کې د «قصاص نفس» تر عنوان لاندې د اعدام حکم صادرول او نافذول په داسې حال کې ترسره کیږي چې د دغه هیواد د قوانینو له مخې عمدي قتل کڼل کیږي او «هر ډول قتل د شدت، کمزورتیا او د تور کس د انګیزې پرته د مرګ د سزا د صادرولو لامل کیږي ."

د دې حقیقت سره سره چې د ایران قضا په رسمي ډول په اکثرو مواردو کې اعدامونه نه اعلانوي، د بشري حقونو د خپلواکو سازمانونو لخوا راټول شويو اسنادو له مخې، په ایران کې د اعدامونو شمیر "د حکومت لخوا د ژوند د حق څخه محرومول په نړۍ کې لومړی ځای" په ګوته کوي.

په ۲۰۲۴ کال کې د اعدام د ۸۸۲ قضیو په ثبتولو سره، ایران د هغو هېوادونو د لست په سر کې دی چې تر ټولو زیات د اعدام سزا یې تطبیق کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG