د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یو افغان په ګډون نهه تنه اعدام کړل


د بشري حقونو سازمانونو خبر ورکړی، چې د ایران قضايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱مه) د یو افغان په ګډون نهه کسان اعدام کړل.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د ډلې د رسنیو سازمان ویلي چې د عبدالله تاجیک په نوم یو افغان وګړی د مخدره موادو د قاچاق په تور اعدام شوی دی. د هغه په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۰ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د "نه اعدام ته د نه ویلو سه شنبې" د کمپاین غړو د ایران حکومت په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکی بللی او په ایران کې د اعدامونو پر ضد د ټولیز او متحد حرکت غوښتنه یې کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو مدافعینو خبر ورکړ، چې د ایران قضايي چارواکو د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې اته بندیان د قتل او نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د اعدام د سزا د معلوماتو د مرکز د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ایران کې نږدې ۸۰۰ کسان اعدام شوي چې له دې ډلې ۳۱۰ تنه یې یوازې په اکتوبر او نومبر کې اعدام شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ایران د چارو څیړونکې، ناهید نقشبندي وویل چې ایراني چارواکي د اعدام سزا "د ویرې د رامنځته کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، په ځانګړې توګه د توکمیزو اقلیتونو او سیاسي مخالفینو په نښه کولو لپاره. "

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ایران حکومت په ۲۰۲۳ کال کې ۸۵۳ کسان اعدام کړي چې دا په ۲۰۲۲ کال کې د ۵۷۶ اعدامونو په پرتله ۴۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG