د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له ایراني چارواکو څخه مو د افغان بندیانو د وضعیت ښه کیدو غوښتنه کړې


د عسکر جلالیان په مشرۍ ایراني پلاوي طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د کډوالو اوعدلیې وزارت د چارواکو سره هم بندیانو د سپارلو په اړوند مسلو خبرې کړي.
د عسکر جلالیان په مشرۍ ایراني پلاوي طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د کډوالو اوعدلیې وزارت د چارواکو سره هم بندیانو د سپارلو په اړوند مسلو خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون اداره وايي چې په کابل کې یې د ایران د عدلیې وزارت د یو پلاوي سره په دغه هیواد کې د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې کړي او ورڅخه یې د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانود وضعیت د ښه کیدو غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې د یکشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۷( لوم ۲۷) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې، کابل ته د ایران د عدلیې په وزارت کې د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ د یو پلاوي سره د ددغې ادارې د رئیس محمد یوسف مستري د کتنې خبر ورکړی او ویلي چې په دې کتنه کې په دواړو هیوادونو کې د بندیانو په اړوند مسلو خبرې شوي.

د عسکر جلالیان په مشرۍ دغه ایراني پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د کډوالو او د عدلیې وزارت د چارواکو سره هم د بندیانو د سپارلو او نورو دواړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ایران له خوا د طالبانو حکومت ته د افغان زندانیانو د سپارلو او په منظمه توګه د هغوی د انتقال په اړه خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " د زندانونو چارو د سمون ادارې تل د بشري حقونو نړیوالو څارونکو بنسټونو، همکارو موسسو او رسنیو ته د زندانیانو د وضعیت ارزونې په موخه زمینه مساعده کړې او هیله مند یوو، چې په ایران کې هم د افغان زندانیانو له وضعیته ډاډمن شو".

د ایران د عدلیې په وزارت کې د بشري حقونو او نړیوالو چارو د مرستیال عسکر جلالیان په مشرۍ یو پلاوی د تیرې چهارشنبې په ورځ نومبر۱۳( لړم ۲۳) د طالبانو د حکومت د چارواکو سره له ایران د زندانونو څخه د افغان بندیانو او له افغانستان څخه ایران ته د ایراني بندیانو د سپارلو د اړوند مسلو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی دی.

ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د عدلیې د وزارت د دغه پلاوي مشرعسکر جلالیان کابل ته د روانیدو دمخه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې دا پلاوی به له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو او افغانستان څخه ایران ته د ایراني بندیانو د انتقال په اړوندو مسلو خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون ادارې په دغه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې چارواکو ایراني پلاوي ته په افغانستان کې د دې ادارې تر چترلاندې زندانونو کې د نارینه او ښځینه توقیفیانو، محبوسینو او محجوزینو د وضعیت، هغوی ته په روغتیايي، اعاشې، اباتې، اوسېدانې او نورو برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو، د دیني او عصري علومو، حرفوي پروګرامونو او ورزشي- تفریحي برابروشویو پروګرامونو او امکاناتو په هکله معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي چې په دې کتنه کې ددغې ادارې د چارواکو او د ایران د پنځه کسیز پلاوي د غړو د ګډون سربیره په تهران کې د طالبانو سفیر فضل محمد حقاني هم برخه لرله.

همداشان په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ایراني پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارواکو په ملتیا له نشه یې توکو سره د مبارزې توقیفخونې توقیفیانو سره کتلي او ورسره یې خبرې هم کړي دي.

ددغې خبرپاڼې له مخې د پلاوي مشرعسکر جلالیان ژمنه کړې، چې هڅه به وکړي چې د زندانونو اړوند خپلې تجربې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره شریکې کړي او په عین وخت کې یې د دغې ادارې رهبرۍ څخه ایران ته د یوه پلاوي د استولو غوښتنه کړې، تر څو هلته له نږدې د دوی د زندانونو مربوطه چارې وګوري او ترلاسه کړې تجربې او معلومات افغانستان په زندانونو کې عملي کړي.

په دې خبرپاڼه کې د عسکر جلالیان له قوله ویل شوي: " موږ هڅه کوو چې د خپلو همکاریو په لړ کې د ترسره شویو توافقاتو پر بنسټ له ایران څخه د افغان زندانیانو د لېږد بهیر ته د دوام تر څنګ، په دې تړاو د ا.ا.ا. [ طالبانو حکومت] سره لازمه همکاري وکړو".

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمنون ادارې ویلي چې اوسمهال د ایران په زندانونو کې شاوخوا پنځه زره افغانان بندیان دي.

خو دغې ادارې په افغانستان کې د ایراني بندیانو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون د ادارې چارواکو په روان ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې خبریالانو ته ویلي وو چې د طالبانو په زندانونو کې ۱۵۰ بهرنیان بندیان دي.

خو دغو چارواکو د ایراني اتباعو د بندیانو دقیق شمیر نه و ښودلی.

افغانستان او ایران د پخواني جمهوري رژیم پر مهال په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د بندیانو د سپارلو یو تړون لاسلیک کړی دی. ایران ویلي چې طالبانو حکومت هم دغه تړون ته پابند پاتې شوی دی.

دمخه ایراني چارواکو په دغه هیواد کې تر پنځه زرو او ۳۹۹ پورې د افغان بندیانو د شتون خبر ورکړی وو. ایران په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په سلګونو افغان بندیان افغانستان ته انتقال کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اکتوبر د میاشتې په لومړیو کې ملي تلویزیون ته ویلي و چې شاوخوا ۴۰۰۰ هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته انتقال شوي دي چې د ایران په مختلفو زندانونو کې بندیان و.

دا ایرانی پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی چې ایران په دې وروستیو کې ددغه هیواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعداولو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشت کې د ایراني او بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام شوي دي

دغه سازمان د اکتوبر دویم (لړم ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان هم شامل ديو چې ور سره د روان کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ ته رسېدلی دی.

خو د ایران د بشري حقونو سازمان ددې راپور وروسته هم د یو شمیر افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه ورکړي دي.

ددغو خبرونو د خپریدو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران له حکومت غوښتي وو چې ددغه هیواد په زندانونو کې د اعدام د سزا سره د مخ بندیانو په ګډون افغان بندیان دې افغانستان ته انتقال کړي.

حمدالله فطرت د اګست شپږم (زمري ۱۶) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د ایران له حکومت غوښتي چې د افغان بندیانو سره دې له احتیاط څخه کار واخلي.

د ناروې په پایتخت اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان، د اګست درېیم (زمري ۱۳) په یو راپور کې چې ددغه سازمان په انټرنیټي پاڼه خپور شوی ویلي چې د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کې ددغه هیواد په زنداونو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون تر ۳۰۰ پورې کسان اعدام کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۳۰۰ تنو اعدام شویو کسانو په ډله کې ۱۷۲ تنه د نشه يي توکو اړوند مسلو په تړاو اعدام شوي دي. همداشان په دغو اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کرد، ۲۰ افغانان او ۱۵ ښځې شاملې دي.

دغه سازمان ویلي چې ددغو اعدام شویو کسانو ۴۹ تنه یې د جولاۍ په تیره میاشت کې او ددغه شمیر ۳۶ تنه یې د جولاۍ د میاشتې په وروستیو ۱۱ ورځو کې اعدام شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG