د لاس رسي وړ اتصالات

 
د سیمې په بې ثباتۍ او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران پر هڅو د جي-۷ اندیښنه

د سیمې په بې ثباتۍ او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران پر هڅو د جي-۷ اندیښنه


په کاناډا کې د جي-۷ غونډه
په کاناډا کې د جي-۷ غونډه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې د جي-۷ ډلې یا د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د کاناډا په غونډه کې ټینګار وکړ چې ایران نه یوازې په سیمه کې د بې ثباتۍ سرچینه ده، بلکې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "د جي-۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې ایران په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او ایران ته باید هېڅکله اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلې جوړې او ترلاسه کړي."

په دې اعلامیه کې راغلي، "هغوی [د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو] په زغرده اعلان وکړ چې ایران باید اوس لاره بدله کړي، د تاوتریخوالي د کمولو او ډپلوماسۍ لاره غوره کړي."

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د جي-۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران له لورې خپلسري نیونې او له پولې اخوا د ترور لپاره ددې هیواد مخ په زیاتیدونکې هڅې د ګواښ او اجبار وسیله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه یوه اونۍ وروسته له هغه خپره کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په اوومه نېټه وویل چې د ایران مشر علي خامنه يي ته یې یو لیک استولی او تهران ته یې د نویو اټومي خبرو اترو بلنه ورکړې او د نه موافقې په صورت کې یې د پوځي اقدام خبرداری ورکړی.

ټرمپ وویل: "هغوی ته مې ونه ویل چې ښه ده چې مذاکره وکړئ. ومې وویل هیله لرم چې مذاکره وکړئ. ځکه دا به د ایران لپاره ډیره ښه وي."

خو د ایران روحاني مشر آیت‌الله علی خامنه‌يی، د مارچ په اتمه د امریکا سره احتمالي مذاکره رد کړه او وویل چې د واشنګټن هړف "د نویو توقعاتو طرحه" ده او ډول تمې به "د ایران له لورې په مطلقه توګه ترسره نشي."

وروسته د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان د مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د دې هیواد اټومي پروګرام پر سر خبرې رد کړلې او ویې ویل چې تر فشار او کواښ لاندې خبرې د منلو وړ ندي او ټرمپ ته یې په خطاب ک وویل، " هر څه چې کوئ وې وکړئ".

لوېدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا پر ایران تور لګوي چې په منځني ختیځ کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي لکه په لبنان کې حزب الله، په فلسطین کې حماس او په یمن کې د حوثیانو.

د ایران حکومت تل د امریکا په ګډون د لویدیځو هېوادونو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې تهران هڅه کوي اټومي وسلې ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG