امریکا: په غزه کې لا هم د اوربند امکان شته

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي (ښۍ)

سپینې ماڼۍ د چهارشنبي په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) ټینګار وکړ چې اسرائیل او حماس د اوربند یو تړون ته نږدې دي، که څه هم د حماس ډلې د سیاسي مشر له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د پراخې جګړې د پیل کېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران د غچ اخیستو خبرداری ورکړی او په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره متحده ایالات په "قوي ډپلوماسۍ" بوخت دي.

حماس یحیا سنوار، چې په اسرائیل باندې د اکتوبر اوومې د برید پلان جوړوونکی ګڼل کیږي، د هنیه ځای ناستی ټاکلی او له کبله یې د اوربند د مذاکراتو راتلونکی له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره " دومره نږدې یو چې موږ باور لرو هیڅکله هم دومره نه وو نږدې شوي."

په تیرو څو اونیو کې امریکايي مقاماتو څو ځله ویلي چې د سولې یو تړون نږدې دی او له اسرائیل او حماس دواړو څخه یې غوښتي چې د شپږو لومړنیو اونیو اوربند د پلي کولو لپاره شوي وړاندیز ته غاړه کیږدي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ، د قطر او مصر له مشرانو سره د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له خبرو وروسته وویل، چې "خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلي دي."

متحده ایالات په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره په هلو ځلو بوخت دی. واشنګټن همدارنګه د اسرائیل د دفاع لپاره د ممکنې اړتیا د پوره کولو په خاطر سیمې ته جنګي بیړۍ او هوايي ځواکونه لیږلي دي.

جان کربي وویل: "موږ دلته په ټوله سیمه کې په قوي ډپلوماسۍ بوخت یو." کربي زیاته کړه چې هغه د ایران او په لبنان کې د ایران ملاتړې د حزب الله ډلې د برید د شونتیا په اړه "د استخباراتي ارزونو په اړه خبرې نه کوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ وویل، د ایران او د واشنګټن د متحد اسرائیل دواړو څخه یې غوښتي چې د کړکېچ له زیاتولو څخه ډډه وکړي.