میلر: د طالبانو کړنې افغانستان کې بشري حقونه کمزوري کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" له خوا په تیرو نږدې دریو کلو کې د طالبانو د اخلاقي څارنې په اړه خپور شوي راپور ته غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي چې د طالبانو غیر متوقع او په خپلسر په اصطلاح اخلاقي لارښود ټول افغانستان کې بشري حقونه کمزوري کوي.

متیو میلر د سه شنبې د ورځې ناوخته جولاۍ نهم (چنګاښ ۱۹) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د نجونو د زده کړو څخه د امریکا د متحده ایالاتو د ملاتړ په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، لکه څنګه چې یې دمخه دا مسله روښانه کړې د امریکا متحده ایالات طالبانو ته هیڅ مالي ملاتړ نه برابروي.

میلر وویل: "تاسو به ممکن دا کتلی وي ځکه زه پوهیږم چې تاسو دا مسله له نږدې څارۍ، په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د چلند او په دغه هیواد کې په اصطلاح د اخلاقي څارنې په اړه ملګرو ملتونو راپور خپور کړی. کوم څه چې مونږ یې وینو هغه دادي چې د طالبانو غیر متوقع او په خپلسر په اصطلاح اخلاقي لارښود ټول افغانستان کې بشري حقونه کمزوري کوي".

هغه وویل چې امریکا د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند له نږدې څاري. هغه تمه وښوده چې طالبان به په دې برخه کې کوم ډاډ چې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته یې ورکړی د هغې به درناوی وکړي.

هغه وویل، په عامه غونډو او خصوصي توګه د طالبانو استازو ته ویلي چې د نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې په بشبړ ډول دغو اقداماتو پورې اړه لري.

یوناما د سه شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خپلو کړنلارو او لارښودونو د پلي کولو لپاره له زور کار اخلي او د خلکو ازادۍ، جسمي او روحې سلامتیا او خصوصي حریم نقض کوي.

یوناما په دغه راپور کې ویلي چې دغه دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۳۱ ورځې پورې لږ ترلږه یو زر او ۳۳ پیښې (۲۰۵ د ښځو او ۸۲۸ د سړو په تړاو) مستندې کړي دي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت کارکوونکو ددغه وزارت د کړنلارو د پلي کیدو پر مهال له زور څخه کار اخیستی دی.

د یوناما په دې راپور کې د افغانستان د خلکو په مذهبي چارو په اړوند پریکړو کې د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت لاس وهنو ته هم اشاره شوې او ویلي دي چې ددغه وزارت کارکوونکي د خلکو مذهبي ازادیو څخه سرغړونه کوي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي: "برحاله چارواکو[طالبانو] له شریعت څخه د خپل تعبیر پر بنسټ د مکلفیتونو او ممانعتونو اړوندې لارښوونې خپرې کړي. دغه لارښوونې په مختلفو شکلونو او اکثر وختونه یوازې په شفاهي ډول وي او په مشخصو مواردو کې وضاحت، ثبات او قانوني ځانګرتیاوې نه لري. ځینې وختونه ددغو لارښوونو په رعایتولو کې پاتې راتلل د سختو مجازاتو لامل کیږي."

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دې راپور کې ویلي چې د صادرو شویو لارښوونو په اړه ابهامات او تناقضات، د مجازاتو شدت او نه متناسبتوب او په خصوصي حریم کې د افرادو د فعالیتونو د تنظیم په پار محدودوونکي اقدامات "د ویرې او ګواښ ډک چاپیریال" په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.

د طالبانو غبرګون

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه د یوناما د راپور په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" راپور رد کړی دی او ویلي دي چې په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکی بې ځایه دي، کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کیږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي".

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې ددغه هیواد د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څير د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي.