ملګري ملتونه: تیرو ۱۰ میاشتو کې له پاکستان څخه ۶۳۹ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۸ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یواین ایچ سي ار) وايي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې له ۱۵ ورځې راهیسې د جون د میاشتې تر ۲۷ پورې له پاکستان څخه ۶۳۹ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې ۱۴۸ زره یې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لړۍ د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې چټکه شوې چې د مې په میاشت د اپریل د میاشتې پرتله د ستنیدیونکوکډوالو شمیر کې زیاتوالی راغلی او په دغه میاشت تر ۴۰ زرو پورې کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه د پاکستان لنډ مهالي حکومت ټولو بهرنیو وګړو ته چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل د نومبر د لومړۍ ورځې پورې په خپله خوښه له پاکستان څخه د وتلو لپاره مهلت ورکړی وو.

دغه حکومت ویلي و د مهلت د ټاکلې نیټې وروسته به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیسي او خپلو هیوادونو ته به یې ستانه کړي.

که څه هم د پاکستان حکومت د ژمي پر مهال له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ یو څه ورو کړې وه، خو د نوي کال د پسرلي وروسته یې ددغسې کډوالو د ایستلو بهیر یو ځل بیا چټک کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې دغې کمیشنرۍ له پاکستان څخه شاوخوا ۹۸۱۰۰ ستنو شویو کډوالو سره په کابل، کندهار او جلال اباد کې د نغدي مرستو د چمتو کولو د مرکزونو له لارې مرسته کړې په دې شمیر ۶۱ زره د 'پي او ار' (PoR) پیژند کارتونو لرونکي هم شامل دي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې ددغې کمیشنرۍ له خوا د مرسته شویو ستنیدونکو کډوالو ۲.۵ فیصده یې معلولیت لرونکي کډوال، درې زره (PoR ) لرونکي کډوال، د یو این ایچ سي ار د سند پاڼې لرونکي او د پناه غوښتنې د اسنادو لرونکي افغان کډوال چې په جبري ډول له پاکستان څخه شړل شوي، په کې شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې ددغې کمیشنرۍ له خوا مرسته شویو افغان کډوالو د هرو پنځه تنو څخه یې یوه یې ښځه وه، چې ۳۳ فیصدو ویلي کابل، جلال اباد،کندهار، لښکرګاه او مزارشریف ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې دا کمیشنري په افغانستان د ستنیدونکو کډوالو د بایومټریک په بهیر او د (PoR) کارت لرونکو ستنیدونکو کډوالواو د هغوی د کورنیو غړو، د یو این ایچ سي ار، پاڼې لرونکو کډوالو، پناه غوښتونکو اسنادو لرونکو او د ساتنې په برخه کې نورو اسنادو لرونکو ستنیدونکو کډوالو ته نغدي مرستې برابروي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په بهیر کې د چټکتیا په اړه دا راپور په داسې حال کې خپورکړی چې د نجونو د زده کړو نړيوالې مبارزې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر تګلارې دې "له سره غور" وکړي.

ملالې یوسفزۍ د جولاۍ درېیمه (چنګاښ ۱۳) پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې پاکستان دي په دې اقدام سره "افغان نجونې او ښځې د طالبانو له ظلمونو وژغوري ترڅو په پاکستان کې پاتې شوې افغانې نجونې په خوندي ډول ښوونځيو ته ولاړې شي"

ملالې زياته کړې چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو په ډله ییز ډول شړلو باندې ځکه اندېښمنه ده، چې پدې کار سره به نجونې او ښځې زياتې اغېزمنې شي."

میرمن یوسفزۍ ویلي چې پاکستان څخه د افغانانو په زور ايستل، چې د طالبانو تر وحشيانه ظلمونو لاندې وځورول شي، خورا خطرناک دي."

د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه تراوسه د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو نړیوالو بنسټونو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، خو ویلي دي چې دا حکومت یوازې هغه کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد نلري له ددغه هیواد څخه د خپلو داخلي قوانینو پر اساس چې د نړیوالو قوانینو سره هم اړخ لګوي وباسي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) جولاۍ دویمه (چنګاښ ۱۲) په یو راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مې د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې ۴۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

دغې ادارې په دې راپور کې له پاکستان څخه د ستنو شویو افغان کډوالو په اړه ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۸۹۰۰ افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله په کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغانان او په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه د کډوالو په توګه ژوند کوي.