افغانستان کې د ملګرو ملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام (UNDP)، وايي چې په دغه هیواد کې د ښځو په مشرۍ د ۸۰ زرو کوچنیو کاروبارونو او اقتصادي بوختیاو څخه په ملاتړ یې نهه سوه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر رئیس سټیفن رودریګز د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومې دوېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو لنډ ویډیوي پیغام کې ویلي چې ددغو کاري فرصتونو څخه ۴.۵ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته ګټه رسیږي.
هغه ویلي: "مونږ د ښځو په مشرۍ له ۸۰ زرو څه زیاتو کوچنیو کاروبارونو او بوختیاو ته ملاتړ برابر کړی دی، چې له ۹۰۰ زرو څخه د زیاتو کاري فرصتونو د رامنځ ته کیدو سره یې مرسته کړې او له ۴.۵ میلیونو څخه زیات کسان ورڅخه ګټه اخلي".
د ملګرو ملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د کاري فرصتونو څخه د ملاتړ په اړه دا راپور په داسې حال کې ورکړی چې د ښځو د کاروبار او اقتصادي بوختیاو په اړه د ددغه پروګرام په ملاتړ په یو خپور شوي راپور کې د ۳۱۰۰ مرکه شویو ښځو له ډلې ۳۲ فیصدو یې ویلي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند بازار ته د خپلو تولیداتو د وړاندې کولو په برخه کې د هغوی لاس رسی لنډ کړی دی.
ددغو ښځو ۲۸ فیصدو یې د توکو د رانیولو په برخه کې ستونزې او ۱۹ فیصدو نورو د رسمي او غیر رسمي ډول پورونو په ترلاسه کولو کې د ستونزو یادونه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د انکشاف نړیوال پروګرام دغه سروې په ترکیه کې د خصوصي سکټور د ودې لپاره د استانبول د نړیوال مرکز په ملاتړ ترسره کړې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو سره سم د کور څخه بهر د ښځو په کار بندیز لګولی دی.
طالبانو د عامې روغتیا او د پوهنې د سکټور په ګډون په څو دولتي ادارو کې د ښځو کار ته د اجازې ورکولو پرته ښځې په دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي دي.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ په دوه جلا پریکړو کې ښځې او نجونې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړې او هم یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې د هغوی پر زده کړو بندیز ولګاوه.
که څه هم د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز موقتي ګڼلی، خو د کورڅخه بهر په غیر دولتي موسسو کې یې د هغوي پر کار بندیزپه اړه څه نه دي ویلي.
نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومت څخه د ټولو هغو فرمانونو او لارښونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې چې په کې پر ښځو او نجونو پر حقونو حقونو باندې محدودیتونه لګیدلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ د طالبانو له حکومت وغوښتل چې سمدستي دي پر ښځو او نجونو باندې د کار او زده کړو په برخو کې محدودیتونه لغوه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او نجونو مشارکت د یو لا زیات باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
انتوني بلینکن لیکلي : "اوس د هغې ورځې څخه چې طالبانو ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو او په غیر حکومتي ادارو کې له کار څخه منع کړې دوه کاله پوره شول. افغان میرمنې او نجونې د یو لا باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. موږ پر طالبانو باندې غږ کوو چې سمدستي دې خپلو فرمانونو ته بیا کتنه وکړي".
همداشان د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو د حکومت له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې دغو محدودیتونو دوو کلنو پوره کیدو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوه کاله پوره کیږي نړۍ د یو ازمایښت سره مخ شوې ده.
رینا امیري په دغه پیغام کې ویلي: "که موږ افغان ښځو او نجونو ته پاتي راغلو، په هر ځای کې به د ښځو او نجونو حقونه خطر کې واچوو چې له افغانستان څخه به لرو نورو ځایونو ته هم وغځیږي".
میرمن امیري ویلي چې نړۍ راتلونکې اونۍ د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې په پوهنتونونو کې له زده کړو څخه د منع کیدو او په غیر حکومتي مؤسسو کې د کار کولو بندیز لګولو دوه کاله پوره کول نمانځي.
میرمن امیري ویلي: "د دغو او د ۸۰ څخه زیاتو جنسیتي تبعیض لرونکو پالیسو له لارې، طالبانو ښځې او نجونې له خپلواکۍ، تحرک، زده کړې، د ژوند د وسایلو او حتی د ژوند ژغورونکو طبي مؤسسو ته د لاسرسي څخه محرومې کړي دي. خو په پاې کې به افغان ښځې او نجونې بریالۍ شي".
میرمن امیري ویلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي: "د دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پرمختګ باید د هغو بنسټیزو اقداماتو سره تړلی وي چې د ښځو او نجونو په خلاف افراطي تګلارې په شا ګرځوي. غړي هیوادونه، مرستندویه ادارې، اکاډمیکې مؤسسې او خصوصي سکتور باید د افغان میرمنواو نجونو د استقامت او نوښتونو سره د څرګند ملاتړ په توګه، د سرچینو، ټیکنالوژۍ، زده کړې، د کار وسیلو، او اقتصادي فرصتونو برابرولو کې هڅې وکړي".
دغې امریکايي چارواکې ویلي: "نړۍ په آزمیښت نیول شوې ده. که موږ افغان میرمنو او نجونو ته پاتي راغلو، په هر ځای کې به ښځو او نجونو ته پآتي راشو، او یوه خطرناکه بیلګه به جوړوو چې له افغانستان لرې په نورو ځایونو کې به هم انعکاس ومومي".