افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډیکسن وايي کابل کې یې د طالبانو د حکومت یو شمیر سرپرستو وزیرانو سره په کتنه کې هغوی سره ډیرې څرګندې خبرې کړي او په پرښځو او ماشومانو باندې یې په طبي انسیتیوتونو کې د افغان میرمنواو نجونو پر زده کړو د بندیز د اغیزو په اړه خپله ژوره اندیښنه هغوی ته څرګنده کړې ده.
د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډیکسن د سه شنبې په ورځ ناوخته ډسمبر ۱۷(لیندۍ ۲۷) په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي سره د کتنې وروسته په سیمه دییزو رسنیو کې ددې کتنې په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو د حکومت څو سرپرستو وزیرانو سره په کتنو کې يې افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د غیر دولتي موسسو په اهمیت هم خبرې کړي دي.
هغه ویلي: "ما په کابل کې د څو سرپرستو وزیرانو سره ډیر څرګند بحث درلود. ما په طبي زده کړو کې پر ښځو باندې د بندیز او پر روغیتايي خدمتونو باندې په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو باندې د بندیز د اغیز په اړه په ټینګار سره زمونږ ژوره اندیښنه څرګنده کړه".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دوره پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
طالبانو تازه د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.
د راپورونو په اساس، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت د ډسمبر د روانې میاشتې په سر کې په کابل کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوې غونډه کې هغوی ته ویلي چې د ډسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) وروسته د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی. په دغو انستیتیوتونو کې نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه دا پریکړه، چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، هبتالله اخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغو انسیتیوتونو کې په لسګونو زره ښځو او نجونو په کابل او یو شمیر ولایتونو کې زده کړې کولې.
دغه بریتانوي لوړپوړې دپلومات ویلي چې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو سره په کتنه کې یې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په ځانګړي ډول د بریتانیا د حکومت له خوا د ۱۶۰ میلیونو سترلینګ پونډو بشري مرستې د رسولو په چارو کې د غیر دولتي موسسو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: "ما د افغان میرمنو، خصوصي سکټور، ملګرو ملتونو ادارو او دپلوماتیکو ملګرو سره ډیرې ښې کتنې لرلې. هغوی ټول په افغانستان کې د بې وزلۍ په پراخیدو اوظالمانه چلند څخه ډیر زیات اندیښمن وو".
افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډیکسن هیله ښودلې چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې به د وضعیت د ښه کیدو لپاره یوه ښه لار پیدا شي: "لکه څنګه چې ما د سرپرستو وزیرانو سره پرې خبرې وکړې د ملګرو ملتونود خپلواکه ارزونه (UNSCR 2721)، د لا زیات خوندي او هوسا افغانستان رامنځ ته کیدو لپاره لیدلوري وړاندیز کوي".
د ملګروملتونو د امنیت شورا د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹( مرغومې اتم) په یو پریکړه لیک کې افغانستان او د طالبانو د حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د زیاتیدو لپاره د دغې ټولنې له عمومي منشي وغوښتل چې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینیرلي اوغلو د سپارښتونو له مخې دي افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.
د راپورنو له مخې ایران، چین او روسیې د دوحې په غونډه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت ښودلی و او هم د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د ملګروملتونو دعمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا وزارت په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکل اضافي او غیر ضروري ګڼي. همدغو مخالفتونو له امله ملګرو ملتونو د فریدون سینیرلي اوغلو دغه سپارښتنه تراوسه نه ده عملي کړې.
د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیاو واک ترلاسه کړی، ترواسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه اعلان کړي دي. په ډې شرطونه کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړیدل او د القاعده تروریستي ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه شامل دي.