د شمالي وزيرستان په ميرلي کې زرګونو کسانو د هدفي بريدونو او ناامنۍ پرضد احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده. د اګست پر ۲۵مه (وږی ۴) د "امن پاڅون" په نوم دغه احتجاج کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او سازمانونو د مشرانو او غړيو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ او اتمانزيو جرګې مخکښانو هم ګډون کړی وو.
احتجاجي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عيدالرحمن وزير وويل چې پر خپله سيمه د امن راوستو او د ولس د ژغورنې لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه: "پوځ لګيا دی له ضرب عضب [پوځي عملياتو] مخکې او له ضرب عضب وروسته يې، له حيدرخېلو نيولې تر تپي پورې په دا قومونو کې اور بل کړی دی. څوک په نجات کې وژني، څوک له کورونو اوچتوي او په چا بل څه کوي."
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶م کال کې چې لکونه بې کوره خلک خپلو سيمو ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امنيت وو خو د ۲۰۱۸م په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې بيا پیل شوې چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.
بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ويلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.
په شمالي وزيرستان کې د اګست پر ۲۵مه "امن پاڅون" له هغه وروسته پیل شو چې د روان کال د اګست له اتمې (زمری ۱۸) راهیسې د میرلي په حسوخېلو او موسکي سیمو کې د وسلوالو او پوځ ترمنځ نښتې وشوې. د هغو نښتو پرمهال د ځایي خلکو کورونه زيانمن شول چې بيا وروسته يې يوشمېر مجبور شول چې خپله سیمه پرېږدي او له جګړې ليرې کډه وکړي.
له دې پېښو وروسته ځايي ولس او د اتمانزيو جرګې د امنيت ټينګولو لپاره غونډې وکړې، پرلتونه يې ووهل او هلته يې د ګيس غځېدلې نلليکه د احتجاج په توګه پرې کړه. هغوی د اګست پر ۲۵مه (وږی ۴) د امن پاڅون اعلان هم کړی وو.
د ملي جمهوري غورځنګ د خيبر پښتونخوا وياند جمال داوړ په ميرلي کې "امن پاڅون" ته په وينا کې وويل چې وسلوال راشي، خلک ووژني او پر خپله مخه ولاړ شي خو د هغه په وينا "پر هر شپږ فټه وروسته ولاړ" امنيتي سرتېري يې نه شي نيولای.
نوموړي زياته کړه: "د پاکستان پوځ دعوه کوي چې موږ د دنيا اول نمبر پوځ يو. خو امنيتي اهلکار شپږ کسان په نظر کې نه شي ساتلای. نو له دې دا معلومېږي چې پر دې خاوره او دې وطن باندې امن د رياست په ترجيحاتو کې نه دی."
په ميرلي کې د امن پاڅون په نوم د دغې احتجاجي غونډې پر مهال پټ مخو وسلوالو د نیک زالي شاه په نامه يو کس وواژه او د هغه د تره زوی یې ژوبل کړ. پولیس او ځايي خلک وایي چې وسلوال تر برید سمدستي وروسته وتښتېدل.
وژل شوی کس خياط وو او د شمالي وزيرستان د عیدکو سیمې اوسېدونکی وو.
دا سږ کال (۲۰۲۴م کې) په شمالي وزیرستان کې ۳۲ هدفي بريد وو. تر دې وړاندې په شويو هدفي بريدونو کې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي په نخښه شوي دي.
تر دې وړاندې، په ۲۰۲۳ کال کې هلته ۴۴ هدفي بريدونه شوي ول چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول. د زياتره هدفي بريدونو مسوليت تر اوسه چا نه ده منلی.
په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. بل خوا د "امن پاڅون" په نوم د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.
دا احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخ او منظم کچ روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.
د پېښور پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر عرفان اشرف امريکا غږ اشنا ته وويل چې د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ولس کې له تېرو څو کلونو راهيسې څرګنده بيداري راغلې او هغوی اوس په واز کومې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.
نوموړي زياته کړه چې د پښتنو له خوا د امن پاڅونونو لويه ګټه دا ده چې هغوی نړيوالو ته وښودل چې پښتانه "نه پخوا ترهګر وو او نه اوس ترهګر دي" بلکې "د امن او سوکالۍ غوښتونکي" دي.
بل خوا د پاکستان حکومت د روان کال د جون پر ۲۲ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ. پوځ او حکومت دعوه کوي چې د بدامنۍ ختمولو لپاره دا عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.