د تورخم – پیښور لار د ۷۵ ورځو بندیدو وروسته بیرته پرانیستل شوې

د خیبرپښتونخوا په جمرود کې د راجګل بې کوره شويو کډوالو د ۷۵ ورځو راهيسې د تورخم او پېښور ترمنځ لاره تړلې وه چې له امله يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی وو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار چې د کوکيخېلو د قوم له خوا د اعتراض په توګه د ۷۵ ورځو راهیسې د خیبرپښتونخوا ایالت د جمرود په بيګياړي کې بنده شوې وه د قبایلي مشرانو او ددغه ایالت د چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته تیره ورځ بیرته پرانیستل شوه.

دا لار د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶(تلې ۲۵) د خيبر قبايلي سيمې د تيرا د کوکيخېل قوم د مشرانو او د خيبر پښتونخوا ايالت د اعلی وزير علي امين ګنډه پور سره د خبرو په پایله کې ددغه قوم مشرانو د جمرود په بيګياړي کې د ۷۵ ورځو خپل احتجاجي پرلت پای ته رسولی، چې ورسره د پیښور – تورخم لار هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره بیرته پرانیستل شوې ده.

د اکتوبر پر ۱۶ (تله ۲۵) په پېښور کې په شوې مذاکراتي جرګه کې د تيرا د راجګل کډوالو مشر ملک نصير احمد کوکيخېل او له خيبره د پاکستان ملي پارلمان او د خيبر پښتونخوا ايالتي پارلمان ته د منتخب شويو استازو سربېره د پېښور انتظامي مشر (کمېشنر) هم موجود وو.

د خیبر په جمرود کې د راجګل بې کوره شويو کډوالو د احتجاج په دويم پړاو کې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په بيګياړي سيمه کې د تورخم او پېښور ترمنځ د خيبر لويه لاره هم تړلې وه چې له امله يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی وو.

په ۲۰۱۳ کال کې د خيبر د تيرا په راجګل سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې دېره شوې وې. د دې کډوالو مشران وايي چې حکومت په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې تر احتجاجونو وروسته څه باندې ۶۰ سلنه کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه خو سلګونه کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

د راجګل کډوالو مشر ملک نصير کوکيخېل ويلي وو، تر څو چې هغوی ته خپلو کلیو ته د ستېندو اجازه نه وي ورکړل شوې او هلته د بيارغونې کارونه نه وي پيل شوي، ترهغې به يې احتجاجي پرلت روان وي.

د خيبر او پېښور انتظامي مشرانو د راجګل کډوالو له کمېټې سره څو ځلې مذاکرات کړي وو خو نتيجه يې نه وه ورکړې.

بل خوا په خیبر کې مېشت پاکستانيو امنیتي ځواکونو په وار وار ويلي وو چې په راجګل کې اوس هم داسې ځایونه شته چې هلته وسله وال موجود دي او چې کله دغه ځايونه له وسله والو پاک کړي نو بيا به پاتې کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

په غبرګون کې ملک نصير کوکيخېل اعلان کړی وو چې که حکومت دوی ته خپلو سيمو ته د ستنېدو اجازه ور نه کړه نو د اکتوبر پر ۱۷ (تله ۲۶) به پر خپل سر تيرا ته ستنېږي.

له قبايلي مشرانو سره د اعلی وزير علي امين ګنډه پور د خبرو په ترڅ کې پر دې هوکړه وشوه، چې د تيرا د راجګل خوندي اعلان شويو سیمو ته به د خلکو د ستنېدو لپاره سمدستي نومليکنه پیل شي او د پاتې بې ځایه شویو کسانو د ستنېدو لپاره به مهال وېش او کاري پلان په راتلونکې اونۍ کې د اړوندو چارواکو په مشوره ترتیب شي.

د اعلی وزير تر ډاډ وروسته د کوکيخېلو جرګې د تيرا پر لور د بې کوره شويو کډوالو د پلان شوي لاريون د لغوه کولو او د ۷۵ ورځني احتجاج د ختمولو اعلان وکړ.

پر دې مهال علي امين ګنډه پور پر خپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل: "زه به د دوی باور پر ځای ساتم او د دوی د غوښتنو پوره کولو هره هڅه به وکړم. بل خوا به د بې ځایه شویو خلکو د بیارغونې لپاره د اړتیا وړ موادو د پېرودلو پروسه هم ژر پیل شي."

په جمرود کې د خيبر لويې لارې او وروسته په شلمان کې د بديلې لارې د تړلو په غبرګون کې د لنډي کوتل ځايي خلکو خواشيني څرګنده کړې وه او ويلي يې وه چې په دې اقدام سره هغوی له ستونزو سره مخامخ شوي او ورځنی ژوند يې اغېزمن شوی دی.

د لنډي کوتل سياسي اتحاديې يو مشر مراد حسين اپرېدي رسنيو ته ويلي وو چې د لارو د تړلو له امله د لنډي کوتل روغتونونو او تعليمي ادارو ته کارکوونکي نه شي ورتلای او په لنډي کوتل بازار کې د خوراکي توکو کمی هم راغلی دی.

نوموړی زياته کړې وه: "زموږ په روغتون کې د نارينه او ښځينه ډاکټرانو کموالی راغلی دی. بل خوا زموږ د ماشومانو تعليم متاثره شوی دی. پر دې سربېره د تېلو کموالی او ورسره د خوړو او نورو ورځنيو شيانو قلت راغلی دی."

تر دې وړاندې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان تجارت پر وړاندې دې د تورخم او پېښور ترمینځ غځېدلې لاره خلاصه کړي.

دغه سفارت د اګست پر ۲۸مه (وږي ۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو خپور شوي بیان کې ویلي وو چې د تورخم دروازه څو ځلې د تازه مېوو او سبزیو په موسم کې د افغان تجارت پر وړاندې بنده او خلاصه شوې ده.

بل خوا په تورخم کې د ګمرکي مالونو د تصفيې اتحاديې هم ويلي وو چې د جمرود په بيګياړۍ سيمه کې د خيبر د راجګل سيمې د کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيز تجارت، ټرانسپورټ او د ځايي ولس ژوند اغېزمن شوی دی.

د دې اتحاديې يو مشر معراج الدين شينواري د اګست پر ۳۱مه (وږي ۱۰) په لنډي کوتل کې د يوه احتجاجي لاريون پر مهال د پاکستان له حکومتي او نظامي چارواکو غوښتنه وکړه چې د لارې د خلاصولو په برخه کې دې "مداخله" وکړي او د کوکيخېل قبايلو د "مشروع غوښتنو" په منلو سره دې د هغوی ستونزې "هوارې" کړي.

هغه ویلي وو: "حکومتي ادارې ولې دومره بې وسه دي؟ حکومت بايد په دې اړه غونډه وروبلي او د کوکيخېل قوم مسلې ورحل کړي چې هغوی خپلو کورونو ته ولاړ شي، ځکه دا مسله له ۱۰ کلونو راهيسې روانه ده او د پنځو او ۱۰ مياشتو مسله نه ده."

ترهغه وړاندې د پېښور او تورخم ترمینځ د چلېدونکو موټرو مالکانو او سوداګرو هم ويلي وو چې د هغه پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات لري بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سبزیو او مېوو لارۍ هم ايسارې شوې دي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لار ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي موټر تېرېږي.

دا لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې د تورخم او پیښور ترمنځ د لارې د بندیدو په اړه امریکا غږ ته وویل چې نه یوازې دا لار بلکې د چمن – سپین بولدک د لارې پرته افغانستان سره د پاکستان اکثره نورې لارې تړلي دي، چې له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۶۰ او ۷۰ فیصدو پورې سوداګري کمه شوې ده.

هغه وویل چې یوازې په تیرو شپږو، اوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد د لسو ځلو څخه زیات بند شوی دی، د لارو د بندیدو له امله هم افغان سوداګرو او هم پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالرو زیان رسیدلی دی.

ښاغلي الکوزي وویل چې پاکستان کې افغان سوداګرو ته د نورو پرتو ستونزو سربیره پاکستان حکومت د افغانستان په ۱۲ قلمه مالونو باندې خپله ګمرکي تعرفه د ۲۰۰ او نږدې ۳۰۰ فیصده لوړه کړې ده.

همداشان هغه وویل چې یې سیمه ییزو حکومتونو هم پر افغان ترانزیټي مالونو سیمه ییزټکسونه هم لګولي دي. هغه د مثال په توګه وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت له افغان سوداګرو دوه فیصده سیمه ییز ټکس اخلي.

افغان سوداګر د اوږدو لسیزو راهیسې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې چې افغانستان ته د بحر سره ترټولو نږدې لار ده دغه هیواد ته ترانزیټي توکي واردوي.

خو په نږدې تیرو دریو لسیزو کې پاکستان حکومت ددغه بندر له لارې افغانستان ته د ترانزیټي مالونو د لیږد په برخه کې په یو اړخیز ډول ځینې محدودیتونه لګولي چې له امله زیات شمیرافغان سوداګر دې ته اړ شوي چې ددغه بندر پرځای د نورو لارو خپل هیواد ته توکي وارد کړي.

افغانستان او پاکستان د ۱۹۶۵ کال د سوداګرۍ او ترانزیټ یو تړون لاسلیک کړی وو چې په ۲۰۱۰ کال کې بیا د اپټا په نوم یو بل تړون لاسلیک کړ چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې اجرېیوي موده پاتې ته رسیدلې، خو دواړو هیوادونو د موافقې له مخې د نوي تړون ترلاسیکیدو پورې د همدغه تړون پر اساس د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري روانه ده.