د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سعودي عربستان څخه افغانستان ته د افغان حاجیانو د لومړنۍ قافلې د ستنیدلو خبر ورکړی او ویلي دي چې ۳۴۶ حاجیان د شنبې په ورځ ناوخته د کابل هوايي ډګرته رسیدلي دي.
حمدالله فطرت د شنبې په ورځ د جون ۲۲ (چنګاښ دوېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې سږکال په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ۳۰ زره افغان حاجیانو ګډون کړی وو.
ښاغلي فطرت لیکلي: "نن په لومړي پرواز کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو شاوخوا ۳۴۶ تنو حاجیانو په انتقال سره، د حاجیانو هیواد ته د بیرته ستنولو او انتقال لړۍ پیل شوه".
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې سږکال د کابل، مزارشریف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان د جدې ښار ته انتقال کړي وو.
له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د جون اتم (جوزا ۱۹) بشپړ شوی وو. د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ د روان ۲۰۲۴ کال د مې نهم (ثور۲۰) پیل شوې وه.
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اریانا افغان هوايي شرکت او د کام ایر هوايي شرکت سره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال او وطن ته د بیرته ستنولو موافقه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږکال د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره د یو تن د حج لګښت ۳۸۶۵ امریايي ډالر چې ۲۷۷ زره افغانۍ کېږي، ټاکلی وو. خو ددغه وزارت د معلوماتو له مخې د شیعه افغان حاجیانو لپاره د حج د فریضې د ادا کولو لګښت ۵۰ ډالره زیات ټاکل شوی وو.
شیعه دیني عالمان د ۵۰ ډالرو د زیاتو پیسو د اخیستلو علت په اړه وايي چې دا اضافي پیسې له پخوا مودې راهیسې اخیستل کیږي او علت یې دادی چې شیعه حاجیان باید حتمی د احرام تړلو لپاره جوفې ته لاړ شي اویا ورته سرخلاصي موټرونه کرایه شي، له دې کبله په لګښت کې یې یو څه توپیر راځي.
سږکال د حج د مراسمو پر مهال په سعودي عربستان کې هوا ډیره ګرمه وه چې له امله یې تر زرو پورې حاجیانو د حج د مراسمو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تراوسه د حج او اوقافو وزارت دا نه دي ویلي چې سږکال د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال څومره افغان جاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.