طالبان: ملګري ملتونه دې ستنیدونکو کډوالو پنځه کلن پلان پلي کیدو کې مرسته وکړي

طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت افغانستان کې ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د نوي رئیس سره په کتنه کې د ستنیدونکو افغان کډوالو د بیا مشتیدو په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د رئیس عرفات جمال سره په کتنه کې د دغه وزارت له خوا د افغان کډوالو د ستنیدلو د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کیدو کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۲۷( زمري شپږم) په یوه خبر پاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني له قوله ویلي چې د کډوالو مسئله یوه بشري مسله ده اوپه کار دي چې کډوالو سره مرستې هم د بشري اړتیاو په اساس ترسره شي.

حقاني ویلي: " د مهاجرینو چارو وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان لري، چې د راستنېدنې، بیا میشتېدنې او دایمي ادغام [ستنیدونکو] پورې ټوله پروسه په کې په نظر کې نیول شوې، ددغه ستراتیژیک پلان په تطبیق کې باید همکاري وشي".

طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د نوي رئیس له قوله ویلي چې هغه دغه وزارت سره د همکارۍ، لا همغږۍ او د مناسبو کړنلارو ترتیبول د خپل کاري لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.

هغه ویلي چې د مهاجرينو ستونزو ته د سمبالولو لپاره باید له کوربه هېوادونو سره همغږي زیاته، د راستنېدنې پروسه اسانه او د روغتیا، تعلیم او په نورو برخو کې پروګرامونه په کار واچول شي او دایمي حل لارې ولټول شي.

همداشان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په دې کتنه کې ټینګار کړی چې مرستې دې ستنیدونکو کډوالو ته د کار په بدل کې ورکړل شي، موسسات دې خپل اداري مصارف کنټرول کړي او زیات تمركز دې د اړمنو په ستونزو وکړي.

ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي ویلي:" پروژې باید د وزارت سره په ګډه پلان شي او په بې ګټې پروژو بودیجه مصرف نشي."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په داسې حال کې ددغه وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په تطبیق کې د ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ د هغو څو هیوادونو په ډله کې شامل دی چې په میلیونو وګړي یې د هیواد څخه بهر د کډوالو او دننه په هیواد کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو په توګه ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې ددغه شمیر شاوخوا اوه میلیونه یې په ایران او پاکستان کې اوسیږي.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې له دغو دوو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر پرته د کوم ځنډ څخه دوام لري او هره ورځ ددغو دوو هیوادونو څخه تر ۲۰۰۰ پورې افغان کډوال خپل هیواد ته شړل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مې د میاشتې ترپاې پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جولاۍ دویمه ( چنګاښ ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې ۴۴ فیصده زیاتوالی ښيي

دغې ادارې په دې راپور کې له پاکستان څخه د ستنو شویو افغان کډوالو په اړه ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۸۹۰۰ افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله په کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) ویلي چې په افغانستان کې ۳.۲۵ میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي کسان لا هم د خپلو مینو او سیمو بهر د جنګ جګړو، وچکالۍ او د اقتصادي ستونزو له امله په نورو ولایتونو او سیمو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.