د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې خبر ورکړی او ویلي دي چې تیر کال ددغه هیواد د سوداګرۍ کچه ۱۲ میلیاردو او ۴۲۲ میلیونو ډالرو ته رسیدلې وه.
دغه وزارت د یکشنبې د ورځې ناوخته، جنورۍ پنځمه ( مرغومې ۱۶مه) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې تیر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۸۰۳ میلیونوډالرو ته رسیدلې وه، چې د دغې خبرپاڼې له مخې په دغه موده کې د وارداتو کچه لس میلیارده او شاوخوا ۶۱۹ میلیونه ډالره وه.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پربنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۸۸۴ میلیونه ډالره وه او واردات یې تر اوو میلیاردو او ۷۱۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلي وو.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله شاوخوا څلور سلنه کمه وه، خو دغه هیواد ته د وارداتو کچه کې تیرکال د اوړم کال پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک په یو وروستي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د همدې کال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ سلنه کم شوي دي.
دغه بانک د صادراتو د کمښت په علتونو کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کې د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای سیمه ییزو سکرو کارول ښودلي دي.
نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په راپورکې ویلي، چې سږکال د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۲۰.۵ میلیونه ډالره وه چې دا اندازه د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۱۴ سلنه کموالی ښيي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي: " د ټولو ننګونو سره سره دا اوسنۍ شمیرنې ښيي چې د افغانستان صادرات له نوساناتو څخه خارجیږي او کم کم ثبات ته رسیږي."
ددغه وزارت په وینا، تیرکال پاکستان او چین ته د افغانستان صادرات کم شوي وو، خو برعکس، هند او ترکیې ته ددغه هیواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وو.
ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس مالوچ، انځیر، ممیز، هنجه او د ډبرو سکاره نړۍ او د سیمې هیوادونو ته د افغانستان په مهمو صادراتي توکو کې شامل وو.
همداشان دغه وزارت ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان او ځینو نورو هیوادونو څخه توکې وارد کړي دي.
په عین حال کې نړیوال بانک د دسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴مه) په یو راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصاد د لږې ودې سره سره بیا هم د نا څرګند راتلونکي او لویو ننګونو سره مخامخ دی.
دغه بانک د " افغانستان د پراخیتا نوي کول" تر عنوان لاندې په یو راپور کې ویلي دي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ، "مالي محدودیتونه، نا متوازنه سوداګري او د عامه پانګونې لپاره محدود ظرفیت" د افغانستان د اقتصاد په مخکې خنډونه او ننګونې دي.
نړیوال بانک ویلي دي، چې د ښځو ونډه، د نرخونو ثبات او د بشري پانګې د کلیدي کسرونو سره مقابله د افغانستان د اقتصاد د اوږدې مودې رغونې لپاره مهم فکټورونه دي.
نړیوال بانک وايي چې د افغانستان ناخالصو داخلي تولیداتو ۲.۷ سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.
طالبان له تېرو شاوخوا دریو کالونو راهېسې په افغانستان کې حاکم دي، خو حکومت یې لا په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی نه دی او د دغه هېواد اقتصاد په لویه کچه منزوي پاتې شوی دی.
د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ د زیاتېدو له کبله ډېر افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.