طالبان: ګرمه جګړه پاې ته رسیدلې، خو سړه او فکري جګړه لا هم روانه ده

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست عبدالحق وثیق ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د سړې جګړې هدف د دغې ډلې وسله وال په څو ډلو باندې ویشل دي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست عبدالحق وثیق ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د سړې جګړې هدف د دغې ډلې وسله وال په څو ډلو باندې ویشل دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د جمعې د ورځې ناوخته اګست دوېیم( زمري ۱۲) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د البدر قول اردو کې ددغه وزارت ۶۰۰ نظامي مسوولینو ته د درې ورځینې سمینار په پاې د "ملي اسلامي اردو اصلاحي غونډې" تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې د نورو طالب چارواکو سربیره د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده هم ګډون کړی وو.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست عبدالحق وثیق ویلي: ګرمه او فزیکي جګړه پاې ته رسیدلې ده، مګر سړه او فکري جګړه اوس هم جریان لري، چې ددې جنګ اصلي هدف زمونږ مجاهدین [طالبان] دي، چې هغه په څو ډلو وویشي".

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ددغه سمینار افتتاحیه غونډې ته په وینا کې د امنیت په تامین کې د طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستایلې هغوی یې د خپلو مشرانو د اوامرو څخه اطاعت ته روبلل.

هغه وویل: " تاسو نن ستر مسئولیت لری او هغه د اسلامي نظام ساتنه او استحکام دی، ګورئ چي په قدرت مغروره نشئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسد په څیر و اوسئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مکوئ او استقامت وکړئ چي دا ستاسو لپاره جهاد دی".

دې غونډې ته د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د معنوي او مادي چمتوالي څخه پرته له خاورې څخه دفاع سرته نشي رسیدلی.

هغه وویل:" څرنګه چې دا دنیا د اسبابو دنیا ده، مونږ او تاسې باید اتخاذ د اسبابو وکړو او اعدادو ته (معنوي او مادي چمتوالی) جدي توجه وکړو اعداد باید زمونږ د نظام په ترجیحاتو کې ځاې ولري".

محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د فکري اعدادو په دوران کې باید چې ددفاع وزارت منسوبینو ته د دښمن د فکري جنګ د ټولو اسلوبو، وسایلو او محتوا په اړه معلومات ورکړل شي او هغه ټول افراد، بنسټونه او جهتونه وروپیژندل شي چې د اسلام او د طالبانو د حکومت پر وړاندې فکري او روانې جګړه کوي.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې مسوولیتونه باید د دې لامل نشي چې طالبان یو له بل څخه جلا کړي. همداشان هغه د حماس د ډلې د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه په وژل کیدو هم خواشیني ښودلې ده.

همدې غوندې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو اود امربالمعروف نهی عن المنکر وزارتونو سرپرستانو او د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون او څو نورو طالب چارواکوهم ویناوې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد دې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د نظامونو ناکامي د اردو له کړنو سرچینه اخلي.

هغه ویلي " بې خبره اردو بې هدفه کارول کیږي، د نړۍ د پېښو په اړه باید اړینه پوهه ولري، ترڅو په راتلونکي کې د دې ستونزو سره مخ نشي."

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې دا سمینارددغه وزارت د مرستیالانو، د نهه ګونو قول اردوګانو د قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د لواء ګانو قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د کنډکونو قوماندانانو، د مرکزي قطعاتو مرستیالانو او درستیزوالانو، د وزارت رئیسانو او د مرکزي او ساحوي قطعاتو ځینو برخو مدیرانوپه ګډون ددغه وزارت د لوړ رتبه او عالي رتبه مسؤلینو لپاره جوړ شوی وو.

د طالبانو د حکومت د امنیتي سکټور چارواکو د فکري جګړې لپاره د چمتوالي په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امنیتي چارو ځینې کارپوهان د القاعدې ډلې سره د طالبانو پیوستون هم د همدې فکري جکړې له امله ګڼي.

د ملګر ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې ډلې د جولاۍ د میاشتې په لسم ( چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې خبرداری ورکړی وو چې افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په څیر د ډلو په شتون کې د ناامنۍ د منبع په توګه به باقي پاتې شي.

په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي.

راپور زیاتوي چې "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي."