روسيې اوکراین ته د لویدیځ د سوله ساتونکو ځواکونو د استولو وړاندیز رد کړ

په اوکراین کې د سولې د یو احتمالي تړون د څارنې لپاره په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پرځای کولو وړاندیز شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ممکنه جوړجاړي د یوې برخې په توګه دغه هېواد ته د لویدیځ د سوله ساتو ځواکونو د استولو مخالف دی.

په اوکراین کې د سولې د یو احتمالي تړون د پلي کولو لپاره په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه په لویدیځو هېوادونو کې نظرونه څرګند شوي دي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک په روانه میاشت کې په وارسا کې په یوه غونډه کې په دې اړه خبرې کړې.

لاوروف په یوه مرکه کې، چې دوشنبې دسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه، د تاس دولتي خبري اژانس ته ویلي چې مسکو د دې نظر او نورو هغو وړاندیزونو سره چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا څرګند شوي، مخالفت کوي.

لاوروف وویل: "یقینا، موږ د منتخب ولسمشر د استازو له هغو وړاندیزونو څخه راضي نه یو چې غواړي په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د ۲۰ کلونو لپاره وځنډول شي او بریتانوي او نور اروپايي عسکر د سوله ساتو ځواکونو په توګه دغه هېواد ته واستول شي."

کرملین مخکې ویلي وو چې د سولې د ساتونکو په اړه خبرې کول له وخت وړاندې ده.

ټرمپ چې په راتلونکو دریو اونیو کې واک ته رسیږي، ادعا کړې چې کولی شي په ۲۴ ساعتونو کې په اوکراین کې د سولې تړون وکړي او ویلي یې دي چې د کیف لپاره د واشنګټن میلیاردونه ډالر پوځي مرستې به ددې لپاره د وسیلې په توګه وکاروي.

هغه لا تر اوسه یو دقیق پلان نه دی وړاندې کړی، خو د ټیم غړو یې بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي، چې په کې د ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ممکنه اوربند د څارنې لپاره د اروپايي ځواکونو ګومارل او په ناټو کې د کیف غړیتوب د اوږدمهال لپاره ځنډول شامل ديٍ.

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو دواړو له یو بل سره مستقیمې خبرې رد کړې دي، او په کیف او مسکو کې د سولې لپاره د ممکنه شرایطو د منلو په اړه دریځونه متفاوت ښکاري.

پوتین وړاندې له اوکراین څخه غوښتي چې د دونیڅک، خرسون، لوهانسک او زاپوریژیا څخه، چې روسیه یې له ځان سره د الحاق کولو ادعا کوي، خپل ځواکونه وباسي. خو کیف په وار وار د ممکنه سولې په بدل کې مسکو ته ددې سیمو سپارل رد کړي دي.