د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) په زرګونو سرتیري د روسیې په ګاونډ کې د فنلنډ په شمالي برخو کې پراخو پوځي تمرینونو ته تیاری نیسي، چې ځینو دا تمرینونه پر اوکراین د یرغل له کبله مسکو ته خبرداری بللی دی.
د توپچي دا تمرینونه د نومبر په وروستیو ورځو کې ترسره کیږي او ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو، سویډن، بریتانیې، فرانسې او د ناټو د نورو غړو هېوادونو شاوخوا ۳۶۰۰ سرتیري پکې ګډون وکړي.
دا تمرینونه د "ډینامیک فرنټ ۲۵" په نوم په اروپا کې د ناټو د تر ټولو لویو توپچي تمرینونو برخه ده په دې کې په استونیا، جرمني، رومانیا او پولنډ کې تمرینونه هم شامل دي چې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري پکې برخه اخلي.
د فنلنډ د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ څیړونکی جویل لینینماکي وویل، دا پراخ تمرینونه روسیې ته د یو پیغام په توګه ګڼل کیږي، چې فنلنډ ورسره ۱۳۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
هغه وويل: "د ناټو دغه تمرينونه په زياتېدونکي ډول د دې لپاره دي چې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه روسيې ته وښيي چې دا اتحاد یو موټی دى او د خپلو غړو د دفاع وړتيا لري."
دا تمرينونه په فنلنډ کې د تېر کال له ناټو سره د يوځاى کېدو وروسته، په فنلند کې د لويې کچې لومړنۍ تمرينونه دي.
له ناټو سره د فنلنډ یو ځای کېدو مسکو په غوسه کړ، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ناټو له پراخولو سره مخالفت کړی دی.
په فنلند کې د ډېنامیک فرنټ ۲۵ د تمرین مشر، ډګروال جین ماکیتالو وویل، اصلي هدف یې د ناټو ځواکونو د توپچي قطعاتو ترمنځ د همغږۍ پراختیا او د شمالي قطب د سړې هوا د سختو قطبي شرایطو لپاره په داسې حال کې د عسکرو چمتو کول دي. چې ددې سیمې هېوادونه لکه ناروې، سویډن او فنلنډ ټول د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی دی.
هغه خبریالانو ته وویل: "البته دا یو پیغام لیږي چې موږ کولی شو په ګډه تمرینونه وکړو او موږ خپل امکانات پراخوو... د اوکراین په جګړه کې مو ولیدل چې توپچي د جنګ په میدان کې پاچا او ملکه دواړه دي."
خو ماکیتالو هغه تورونه رد کړل چې ناټو د روسیې په ګاونډ کې د خپل زور ښودلو له لارې غواړي مسکو وپاروي. هغه ټینګار وکړ چې "دا په هیڅ ډول د قدرت ښودنه نه ده."
فورم \ دبحث خونه