د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بم غورځونکې الوتکې د ناټو پوځي تمرینونو لپاره سویډن ته ورسیدې 


بي - ۱ بي بمبارډ الوتکې
بي - ۱ بي بمبارډ الوتکې

د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) وویل چې د متحده ایالاتو بم غورځونکې جټ الوتکې د لومړي ځل لپاره د اروپا په اوسني عصر کې د ناټو په بلنه د روزنیزو تمرینونو په موخه سویډن ته ورسیدې.

سویډن، چې تېر کال یې د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره دوه پېړۍ پوځي ناپییلتوب پرېښود، د دې میاشتې په پیل کې یې اعلان وکړ، مخکې له دې چې د دې اتحاد غړی شي، په خپله خاوره کې د ناټو د پوځیانو او مهماتو کوربه توب ته چمتو دی.

د سویډن پوځ وویل، دوه امریکایي بي۱- بي لانسرز بم غورځونکې الوتکې د دوشنبې په ورځ جون ۱۹ د سویډن په شمال لولیا-کالاکس هوايي ډګر کې ښکته شوې.

د سویډن د هوايي ځواک ویاندې لوئیس لیوین فرانس پرس اژانس ته وویل، "موږ د بمبارۍ په کاري ځواک سره، د هوايي ځواک او پوځ دواړه ګډ تمرینات ترسره کوو."

خو هغې دا ونه ویل چې دا تمرینونه به څومره دوام وکړي.

د سویډن پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې "په عصري وخت کې د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو بم غورځونکې الوتکې په سویډن کې ښکته شوې."

هغې همداسان وویل، "په دې ناڅرګند او د ناټو غړیتوب ته د انتظار په وخت کې دا مهمه ده چې قوي شریکان ولرو."

سویډن د ۲۰۲۲ په جون کې د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه، خو د غړیتوب داوطلبۍ یې چې باید د ټولو ۳۱ غړو هیوادونو لخوا تصویب شي، د ترکیې او هنګري لخوا ځنډول شوې ده.

یوازې هغه هیوادونه چې د ناټو بشپړ غړیتوب لري د ډله ییزې دفاع ددې پوځي تړون د پنځمې مادې تر پوښښ لاندې راځي، چې په کې راغلي چې په یوغړي هیواد باندې برید په ټولو باندې برید ګڼل کیږي.

د سویډن صدراعظم اولاف کریسټرسن دمخه تر دې چې سویډن د ناټو غړی شي د ناټو د سرتیرو او موادو د کوربه توب پریکړه اعلان کړه، او وویل چې د دوی شتون به د بالتیک سمندر له لارې د روسیې د هر ډول احتمالي اقداماتو په وړاندې د مخنیوي په توګه کار وکړي.

هغه وویل، "دا تصمیم روسیې ته یو څرګند پیغام استوي او د سویډن دفاع پیاوړې کوي."

XS
SM
MD
LG