د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د خپلو اتومي توغندیو د قطعې تیاری ازمویلی


د روسیې "یارس" بین القاروي توغندي د اتومي کوپړیو د لیږدولو توان لري.
د روسیې "یارس" بین القاروي توغندي د اتومي کوپړیو د لیږدولو توان لري.

خبري رسنیو د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) د روسیې د دفاع وزارت په حواله وویل چې د مسکو په شمال لویدیځ کې د اتومي کوپړیو د لیږدوونکو توغندیو د قطعې د تیاري تمرینونه ترسره شوي دي.

د "یارس" په نوم دا بین القاروي توغندي ۱۱۰۰۰ کیلومتره لیرې هدف ویشتلی شي.

روسیې په روان کال کې ګڼې اتومي ازموینې کړي چې د شنونکو په باور، موخه یې د اوکراین د جګړې په چارو کې د لویدیځ د ډیرې مداخلې مخنیوی دی.

روسیې وروستی تمرین په داسې حال کې کړی چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) په همدې اونۍ کې خپل کلني اتومي تمرینونه ترسره کړل او د اکراین ولسمشر ولادمیری زیلینسکي د خپل "بري پلان" اعلان کړ.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ددغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي چې په وروستيو تمریناتو کې، تیاری ښودل شوی چې د یارس توغندي څنګه ۱۰۰ کیلومتره لیرې په داسې مخفي ډول ولیږدول شي چې د دښمن لخوا کشف نشي.

روسیې د جولای په میاشت کې هم دوه ځله د یارس توغندیو اړوند تمرینونه ترسره کړي وو.

روسیې همدارنګه په روان کال کې د داسې تاکتیکي اتومي توغندیو توغولو ته د تیاري درې تمرینونه کړي دي چې د بین القاروي ستراتیژیکو توغندیو په پرتله لنډ واټن مزل کولی شي.

روسیې په تیرو دوو کلونو کې څو خبرداری ورکړی چې روسیه د نړۍ ترټولو زیاتې اتومي وسلې لري خو ویلي یې دي چې په اوکراین کې د بري لپاره دغو وسلو ته اړتیا نشته.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG