د لاس رسي وړ اتصالات

سلواکیا د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب ته تیاری تائید کړ


د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر یوراج بلانار
د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر یوراج بلانار

د سلواکیا حکومت د جمعې په ورځ دسمبر ۲۷ (مرغومي ۷) تائید کړه چې د اوکراین د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتو دی. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دمخه تر دې ویلي وو چې ددې هېواد له خوا د "خبرو د کوربتوب" وړانديز د منلو وړ دی.

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر یوراج بلانار په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، هیواد یې چمتو دی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب وکړي. هغه وویل: "موږ د دې ډول خبرو اترو لپاره د سلواکیا د خاورې د کوربتوب وړاندیز کوو."

سلواکیا د مسکو او کیف ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتووالی په داسې حال کې څرګند کړی چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل درېیمه کلیزه را نږدې کېږي.

بلانار وویل چې په سویس کې د پخوانیو خبرو اترو برعکس چې روسیې پکې برخه نه وه اخیستې، پدې خبرو انرو ترې باید د روسیې په ګډون ټول اړخونه برخه واخلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۶ وویل، سلواکیا وړاندیز کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي خبرو لپاره یوه "زمینه" شي.

پوتین د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د سلواک صدراعظم رابرټ فیتسو وویل چې "که چیرې خبرې وشي، دوی به خوشحاله وي چې خپل هیواد د یو پلیټ فارم په توګه چمتو کړي."

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې مسکو د دې وړاندیز مخالف نه دی او د سلواکیا بې پرې دریځ ته درناوی کوي.

د پوتین له څرګندونو وروسته د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ د روسیې د ولسمشر څرګندونې د دې جګړې، دې وینې تویونې او دې ویجاړۍ د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره یو مثبت سیګنال ګڼو."

فیټسو، یو له هغو څو اروپایي مشرانو څخه دی چې له کرملین سره یې اړیکې ساتلي دي، تیره اونۍ یې په مسکو کې له پوتین سره په داسې حال کې وکتل چې لویدیځ هیوادونه غواړي د روسیې ولسمشر منزوي کړي او د اوکراین د ملاتړ لپاره متحد شي.

سواکیا چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، د ۲۰۲۳ کال په مني کې له اوکراین سره پوځي مرستې ودرولې او د سولې د خبرو غوښتنه یې وکړه.

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې یې اوکراین ته د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG