بې پولې خبریالانو سازمان د ارزو تلویزیون اوو کارکوونکو پرخلاف د تورونو لغوه کیدو غوښتنه کړې

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې خو طالبانو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۱ د ارزو د تلویزیون اوه کارکوونکي د څرخي پله له زندان څخه په مشروط ډول خوشې کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د طالبانو له خوا د ارزو د خصوصي تلویزیون د اوو کارکوونکو پر خلاف د دوسیې د ترتیبولو په اړه اندیښنه ښودلې او ددغې ډلې څخه یې غوښتي چې د دغې رسنۍ د کارکوونکو پر خلاف دې لګیدلي تورونه لغوه کړي.

دغه سازمان د جمعې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۷ (مرغومې اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې طالبان به ددغو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د محاکمې لومړۍ غونډه د شنبې په ورځ جوړه کړي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست او د دغه حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو په ګډه د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۴) په کابل کې د ارزو خصوصي تلویزیون باندې برید وکړ او د څو ساعتونو پلټنو وروسته یې ددغه تلویزیون دروازه مهرلاک کړه او ددغه تلویزیون اوه خبریالان او کارکاوونکي یې له ځان سره یوړل.

خو طالبانو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۱ (مرغومې اول) د ارزو د تلویزیون دغه کارکوونکي د څرخي پله له زندان څخه په مشروط ډول خوشې کړل.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې دا نیول شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستان څخه بهر د میشتو رسنیو سره د اړیکو او د سریالونو د خپرولو له امله چې د طالبانو په باور د "اسلامي ارزښتونو پرخلاف" دي محاکمه کیږي.

دغه سازمان ویلي: "د بې پولې خبریالانو سازمان ددغو تورونو د لغوه کیدو غوښتنه کوي".

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ارزو تلویزیون د تړلو د پریکړې په اړه د ایکس په خپله پاڼه لیکلي وو چې د ارزو د تلویزیون دفتر یې د "اسلامي ارزښتونو د ساتنې" په موخه تړلی او پر دغې رسنۍ یې تور لګولی وو چې له جلاوطنو رسنیو څخه یې ملاتړ ترلاسه کاوه، په غیر رسمي ډول یې خلک استخدامول او "مبتذل سريالونه" یې خپرول.

د بې پولې خبریالانو سازمان ددې دمخه په یو راپور کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو وروستیو اقداماتو ته په کتنې چې له امله یې په یو شمیر ولایتونو کې تلویزیوني او راډیوي خپرونې بندې شوي اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو چې طالبانو په روان کال کې لږ تر لږه ۱۲ عامه او خصوصي رسنۍ تړلي دي.

دغه سازمان ډسمبر ۱۹(لیندۍ ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي راپور ویلي چې د طالبانو له خوا د رسنیو د غږ د چپولو هڅې دوام لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان په دې راپور کې د طالبانو له حکومت څځه سمدستي ددغو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو تړل 'غیرقانوني ' ګڼلي او د دغو رسنیو تړل غندلي دي.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې د یوولس تلویزیونونو او د یوې راډیو فعالیت په بشپړ ډول بند شوی، درې نورې راډیوي خپرونې په موقتي ډول د تړل کیدو وروسته له هغې ورته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوی چې نور به په خپلو خپرونو کې موسیقي نه خپروي.

همداشان د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هیواد کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې پدغه کال کې چې پای ته رسیدلو ته یې یوازې څو ورځې پاتې د افغان خبریالانو او رسنیو ځپل لا سخت شوي او د تیر۲۰۲۳ کال پرتله په کې اته فیصده زیاتوالی راغلی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کلني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې (۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي تر ۱۰) لږ تر لږه ۱۸۱ د رسنیو او خبریالانو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو پېښې ثبت کړې دي، چی په کې ۱۳۰ د ګواښونو پیښې او ۵۰ د خبریالانو د نیولو پېښې شاملې دي.

ددغه راپور له مخې له دې ډلې لږ تر لږه پنځه تنه خبریالان له دوو کلنو څخه تر پنځو کلنو په بند محکوم شوي دي او دا مهال په زندان کې د خپل محکومیت موده تېروي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو لږ ترلږه ۱۴۱ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې یوازې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ۲۵ خبریالان بندیان کړي وو، چې نږدې ۲۵ فیصده یې بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.