د ایراني ځواکونو له لوري د 'لسګونو افغانانو د وژنې' د ادعا په اړه غبرګونونه

عکس: ایراني پوله ساتونکي

د بشري‌ حقونو مدافعانو، افغان مقاماتو او سیاستوالو په افغان کډوالو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو برید غندلی او په دې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې.

د «حال‌وش» په نوم د ایران د بشري حقونو رسنۍ، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په اړه خبرونه خپروي، د عیني شاهدانو په حواله لیکلي دي چې په افغان کډوالو باندې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې څه باندې ۲۰۰ تنه وژل شوي دي، خو رسمي او خپلواکو سرچېنو دا شمېره نه ده تائید کړې.

دغې رسنۍ راپور ورکړی دی چې ایراني ځواکونو د ۳۰۰ افغان کډوالو په یوې ډلې باندې ډزې کړي دي.

د دغې رسنۍ د راپور په اساس، دا پېښه د یکشنبې په شپه اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) د ایرن د سیستان او بلوچستان د سراوان ولسوالۍ د کله ګان په صفري نقطې کې شوې ده.

راپورونه وايي چې پېښه د ایران او پاکستان ترمنځ په یوې لېرې سرحدي سیمې کې شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدوګانو کې ښودل کېږي، چې یو شمېر افغان کډوال وايي ایران ته روان وو چې پرې برید وشو.

په یوې ویدیو کې لیدل کېږي چې ځینې خلک ژوبل شوي دي، خو امریکا غږ دا ویدیو نه شي تائید کولای.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ هم له ایران سره پر پوله د افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

بینیټ د ایکس په پاڼه لیکلي: "له مقاماتو غواړم چې دا موضوع په شفافه توګه وڅیړي. باید سمدستي وضاحت ورکړل شي. په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره زیات وقار او امنیت ته اړتیا ده."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: "یوناما د ایران د سیستان ولایت د سرباز ولسوالۍ په کالاګان سیمه کې د اکټوبر په ۱۴ او ۱۵مه د یوې پېښې د ټکان ورکوونکو راپورونو په اړه چې په کې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې د برید او په پایله کې د هغوی د وژل کېدو ادعا شوې، خپله ژوره اندیښنه څرګندوي."

پدې ترڅ کې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي‌ ماموریت سرپرست نصیر احمد اندېشه دا پېښه «غیر انساني» وبلله.

نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې دا ډول پېښو ته رسیدګي د نړیوالې ټولنې جدي اقدام ته اړتیا لري.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي‌ ماموریت سرپرست په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې، دا پېښه یې غندلې او د جدي او خپلواکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

په اعلامیې کې ټېنګار شوی دی چې باید په افغان کډوالو باندې برید کوونکي محاکمه شي او د تلفاتو د دقېقې شمېرې په اړه معلومات وشي.

د «رواداري» په نومې د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته ویلي دي چې د دغې پېښې اصلي عاملان باید وپېژندل شي او مجازات شي.

هغې ویلي دي: «دا یو بشپړ وحشت دی، د نه منلو او نه باور وړ جنایت دی. باید دخېل کسان، چې ډزې یې کړې، محاکه او مجازات شي. باید له ایراني مقاماتو څخه پوښتنه وشي. چا د دغو ډزو امر کړی او څنګه دا پېښه شوې ده.»

په همدې حال کې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر دا «پېښه «ټکان ‌ورکوونکې او زړه بوږنوونکې» بللې ده او په دې اړه یې د هر اړخیزو پلټنو او څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: « یو وار بیا د هېواد پر اوسنیو حاکمان غږ کوم چې د ملت ارادې ته دې درناوی وکړي، د خلکو له محرومولو دې لاس واخلي او د ولس حقونه او ازادي دې محترمه وګڼي، ترڅو زموږ کړېدلي هېوادوال د خپل هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.»

د ایران او طالبانو غبرګون

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپورونه سم نه دي. هغه دا خبره هم کړې ده چې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو په اړه قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په دې اړه یې« بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات» کوي.

د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو او اېستلو بهیر تېز کړی دی. څو ورځې مخکې د مهاجرت نړیوال سازمان وویل چې له ایران څخه تر ۶۰ فیصده پورې افغان کډوال خپل هېواد ته شړل شوي او یوازې ۴۰ فیصده یې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۱۴( تلې ۲۳) په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ څخه د روان ۲۰۲۴ کال تر جولاۍ پورې له ایران څخه ۱.۷ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي، چې اکثریت یې شړل شوي دي.

مخکنۍ پېښې

د ۱۳۹۹ کال د جوزا په میاشت کې د افغانستان «اسلامي‌ جمهوریت» حکومت وویل چې ایراني ځواکونو ۴۶ افغان کارګر، چې غوښتل یې ایران ته داخلي شي، سیند ته غورځولي، چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ یې ورک شوي او ۱۷ نور یې ژغورل شوي وو. خو ایراني مقاماتو وویل چې داسې کومه پېښه نه ده شوې.

تر دې څو اونۍ وروسته ایراني ځواکونو د افغان کډوالو په یو موټر برید وکړ، موټر وسوځېده، درې افغانان ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.

له دغې پېښې وروسته او د دغې پېښې د غندنې لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د «لږې اوبه راکړه،‌ تږی یم» کمپاین هم وشو.

ایراني چارواکو دا پېښه تائید کړه او ویې چې عدقي او قضايي څانګو یې عاملان پېژندلي دي او قانوني چلند به ورسره وشي.