د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په پاکستان کې د ډبرو سکرو د یو کان د یو شمیر افغان کارګرانو په ګډون ۲۰ تنه وژلي دي


د بلوچستان د دوکۍ سیمې د ډبرو سکرو د کان په کارګرانو د برید زخمیان د کویتې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د بلوچستان د دوکۍ سیمې د ډبرو سکرو د کان په کارګرانو د برید زخمیان د کویتې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت کې چارواکي وايي چې د جمعې د تیرې شپې ۱۲ بجې ناپیژاندو وسله والو ددغه ایالت د دوکۍ په سیمه کې د ډبرو سکرو د یو کان پر کارکرانو باندې برید کړی چې په پایله کې يې لږترلږه شل تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په راکټونو، لاسي بمونو او نورو درنو وسلو سمبالو برید کوونکو د دغه ایالت د طبیعي زیرمو لرونکې دوکۍ سیمې کې د کان کیندونکو د اوسېدو پر ځای برید وکړ. پولیسو خبریالانو ته وویل چې وسله والو له تیښتې وړاندې د کان کیندنې ماشینونو ته اور ورته کړی دی.

د بلوچستان ایالت د دوکۍ د سیمه ییزې ادارې مرستیال کميشنر کليم الله کاکړ ویلي ددې پيښې د قربانیانو جسدونه د دوکۍ ملکي روغتون ته او ټپیان یې د درملنې لپاره د لورلايي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سیمې د ادارې چارواکو ویلي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری د بلوچستان د هغو سیمو اوسېدونکي دي، چې پښتانه پکې مېشت دي او په قربانیانو کې لږ تر لږه درې افغان کډوال هم شامل دي.

په سمدستي توګه کومې ډلې ددغه برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستې خو په دې وروستيو اوونيو کې "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" په دغه ایالت کې بريدونو ته زور ورکړى چې پکې ګڼ شمير پاکستاني امنيتي ځواکونه او ملکي کسان وژل شوي دي.

د اګست په میاشت کې پر دولتي او مسافر وړونکو موټرو باندې ددغه ډلې د یو چریکي برید په پایله کې له ۵۰ څخه زیات کسان ووژل شول.

صدراعظم شهباز شریف او ایالتي مشرانو د جمعې اکتوبر ۱۱ (تلې ۲۰) برید "ترهګري" بللې او هغه یې غندلی دی. چارواکو ویلي ددغو بریدونو عاملین د پاکستان د "بې ثباته کولو" موخه لري.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي وویل: "ترهګرو یو ځل بیا بې وزله مزدوران په نښه کړي دي... د دې بې ګناه مزدورانو د وژنې غچ به واخیستل شي."

پاکستان کې بریدونه له چین سره اړیکو ته زیان رسوي

د دوشنبې په ورځ، د پاکستان د جنوبي سند ایالت مرکز کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه "د بلوڅانو د ازادۍ پوځ" په یو ځانمرګي موټر بم برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول. په وژل شویو کې دوه چینايي انجینران هم شامل وو. د کراچۍ په بندري ښار کې د بیجینګ لخوا جوړې شوې د ډبرو سکرو د بریښنا په فابریکه کې چینایان هم کار کوي.

چین د جمعې په ورځ وویل چې د دوی "د بین المللي ادارې کاري ډله" له هغه برید یوه ورځ وروسته اسلام اباد ته رسیدلې ترڅو په پاکستان فشار راوړي چې په هیواد کې د چینایي اتباعو خوندیتوب ډاډمن کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې په خپله ویب پاڼه کې یې خپور کړی، ویلي چې کاري ډلې "له پاکستاني لوري څخه غوښتي چې راتلونکي مسایل په سمه توګه اداره کړي ... بشپړ تحقیقات وکړي، ټول مجرمین عدالت ته وسپاري، او په پاکستان کې د چینایي پرسونل، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره ګړندي امنیتي تدابیر ونیسي."

په زرګونو چینایي انجینران او کارګران د بلوچستان په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې بوخت دي، چې ډیری یې د چین د "یو کمربند او یوې لارې" نوښت په چوکاټ کې د "چین-پاکستان اقتصادي دهلیز" د څو میلیارد ډالري زیربنایي پراختیايي پروژې سره تړاو لري. له ۲۰۱۷ کال راهیسې لږ تر لږه ۲۱ چینايي اتباع په دغه هېواد کې وژل شوي دي.

د په بلوچستان کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډله وايي د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او اسلام اباد او بیجینګ د دې ایالت د سرچینو په لوټلو تورنوي.

چین او پاکستان دا تورونه بې اساسه بولي او وايي چې د یاغیانو تاوتریخوالی په دغه بې وزله سیمه کې د اقتصادي پرمختګ د مخنیوی لامل کیږي.

د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په بلوچستان او شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا کې د اورپکو بریدونه زیات شوي او په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه چې نیمايي یې ملکي وګړي او پاتې نور امنیتي ځواکونه دي، وژل شوي دي.

پاکستان تور لګوي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي او د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې وسله وال په زیاتېدونکي ډول په پاکستان کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې پټنځایونه کاروي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

اسلام اباد کې د شانګهای سازمان سرمشریزه

په پاکستان کې د وسله والو بریدونو په داسې حال کې زور اخیستی چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۱۵مه د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه ددغه هېواد په کوربه توب په اسلام اباد کې جوړه شي.

شانګهای سازمان یو امنیتي، سیاسي او اقتصادي اتحاد دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له خوا د امریکا او د هغه هېواد د لویدیځو متحدینو سره د انډول په توګه جوړ شو. په ۲۰۱۷ کې د پاکستان او هند له شمولیت سره ددغه سازمان د غړو شمېر نهو ته ورسید او ۲۰۲۳ کې یې ایران هم غړیتوب ترلاسه کړ.

چارواکو ویلي چې د چین صدراعظم لي کیانګ به د شانګهای سازمان د مشرانو په غونډه کې له ګډون مخکې د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

پاکستان ددغه دوه ورځنۍ غونډې لپاره د امنیتي ترتیباتو د برخې په توګه په اسلام اباد او ورڅېرمه راولپنډۍ ښار کې ځواکونه ځای پر ځای کړي او درې ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG