قطر د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومې۲۵) وویل چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د غزې په تړانګې کې د اوربند د تړون خبرې «وروستي پړاو» ته رسېدلي او دواړه خواوې موافقې ته «نژدې» شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا خبرې ډېرې مثبتې او نتیجه ورکوونکې دي.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې موږ په وروستي پړاو کې یو... هیله لرو چې ژر به موافقې ته ورسېږو.» نوموړي وویل چې هغه لویې مسئلې ختمې شوې چې د «د تړون مخه یې نیوله». الانصاري زیاته کړه، چې «ترڅو پورې تړون نه وي شوی باید د روانو چارو په اړه ډېر احساساتي» نه شي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې په خپلې خبرو کې وویل چې تړون خپلې وروستۍ مرحلې ته رسېدلی او «ژر به نهايي» شي. نوموړي چې د خپلې بهرنۍ تګلارې په لاس ته راوړنو غږېده وویل چې د دغه تړون له مخې به «یرغمل شوي پرېښودل کېږي، جګړه به بندېږي، اسرائیل ته به امنیت برابر شي او موږ ته به اجازه راکړل شي چې په اغیزناک ډول د حماس له لوري په پیل شوې جګړې کې له ځپلو شویو فلسطینیانو سره بشري مرستې پیل» کړو.
د حماس ډلې هیله څرګنده کړې ده چې په قطر کې د دغو روانو غیر مستقیمو خبرو په پای کې «یو څرګند او هر اړخیز تړون» ته ورسېږي. دغې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د فلسطین د نورو ډلو سره یې هم مشورې کړې او د خبرو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
د اوربنداسې د اساسي وړاندیزونو له مخې به دا تړون په څو پړاوونو کې تطبیق کېږي. حماس به هغه یرغمل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې یې په اسرائیل باندې د برید په مهال ونیول، پرېږدي او اسرائیلي مقامات به فلسطیني زندانیان خوشې کوي.
همدغه راز د اسرائیل پوځ به له غزې څخه تدریجي وتل پیلوي، د جګړې له کبله به بې ځایه شویو فلسطینیانو ته اجازه ورکړل شي چې بېرته خپلو کورونو او سیمو ته ستانه شي او ورسره به ولسي خلکو ته د بشري مرستو لړۍ هم پیل شي.
د متحدو ایالتونو، مصر او قطر په منځګړتوب دا خبرې له څو میاشتو راهېسې روانې وې، مګر په دې وروستیو کې په داسې حال کې دا هڅې تېزې شوې چې بله اونۍ په متحدو ایالتونو نوی حکومت کار پیلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بیلینکن تېره ورځ امریکايي رسنۍ MSNBC ته وویل چې دواړې خواوې تر بل هر وخت اوس تړون ته ډېرې نژدې دي او ویې ویل چې اوس نو د حماس خوښه ده چې څه کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وویل چې هغوی د منځني ختیځ لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار سټیف ویتکوف ته په دې اړه معلومات ورکوي او په وروستیو خبرو کې دخېل هم و.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.
اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د فلسطین د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې ۴۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي او اسرائیل وایي په دغو وژل شویو کسانو کې یې زرګونه د حماس غړي دي.
په دغې جګړې کې د غزې تړانګې اکثریت برخې له خاورو سره خاورې شوې او د ۲.۳ میلیون نفوس څخه یې اکثریت خلک بې ځایه شول.
په دغه راپور کې د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز خبري اژانسونو له معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.