پوتین: له 'زړور' ټرمپ سره خبرو ته چمتو یم

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشبنې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۷) د متحدو ایالتونو نوي منتخب ولسشمر ډونالډ ټرمپ ته د بری مبارکي ورکړه اوویل چې چمتو دی له «زړور» ټرمپ سره خبرې وکړې.

پوتین د روسیې د سوچي په ښار کې د «والدای» په فورم کې دا څرګندونې وکړې. له پوتین څخه وپوښتل شو چې ایا له ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی، هغه وویل: «چمتو» یم او «غواړم له دې فرصت څخه په استفادې هغه ته مبارکي» ورکړم.

پوتین د متحدو ایالتونو د ټاکنو په مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم کاندید به د روسیې په ګټه وي، ویلي وو چې غواړي جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې ووینې. بیا چې کاملا هرېس د دیموکرات ګوند کاندیده شوه، هغه یې ښودلې وه.

روسیه په ۲۰۱۶ کال د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ په ګټې د هیلرې کلنټن په ضد په لاسوهنې تورنه شوه، خو مسکو تل دا تورونه رد کړي دي. هغه ټاکنې ډونالډ ټرمپ ګټلې وې.

پوتین په خپلو خبرو کې په امریکا کې د ټاکنو په مهال په ټرمپ باندې برید ته هم اشاره وکړه او ویي ویل هاغسې چې ټرمپ د برید په مهال وضعیت کابو کړ، «څرګنده شوه چې هغه یو زړور شخص» دی.

د جولاۍ په میاشت کې د پنسلوانیا په ایالت کې په یوې انتخاباتي غونډې کې یو وسله وال په ټرمپ باندې ډزې وکړې، هغه په غوږ کې ولګېده او ژوبل شو. بریدګر د امنیتي ځواکونو په ډزو ووېشتل شو او ټرمپ بیا وروسته وویل چې «خدای هغه له برید» څخه بچ کړ.

ډونالډ ټرمپ د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا ټاکنې وګټلې او خپلې دیموکراتې سیالې کاملا هرېس ته یې ماتې ورکړه. کاملا تېره ورځ په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله، ټرمپ ته یې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د واک په سوله ایز انتقال کې به ورسره همکاري وکړي.

د روسیې ولسمشر داسې مهال له ډونالډ ټرمپ سره د خبرو چمتوالی ښودلی چې لا هم په اوکراین کې جګړه روانه ده، روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې برید وکړ، امریکا او متحدینو یې دا برید غندلی او د روسیې په ضد دغې جګړې کې د اوکراین تر څنګ ولاړ دي.

متحده ایالتونه د اوکراین تر ټولو لوی پوځي او ملکي مرسته کوونکی بلل کېږي.