د بلوچستان په دوکۍ کې د ۲۱ پښتنو مزدورانو د وژنې پرضد احتجاج شوی

د بلوچستان ایالت په دوکۍ کې د اکتوبر ۱۰ په شپه ناپېژندليو وسلوالو د ډبرو سکرو په کانونو کې پر کارکوونکو مزدورانو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۱ کان کيندونکي يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل.

د بلوچستان په پښتون میشته سيمه دوکۍ کې د ډبرو د سکرو په کانونو کې د ۲۱ مزدورانو د وژنې پرضد احتجاجي لاريون او غونډه شوې ده.

د اکتوبر پر ۱۸ (تلې ۲۷) د دوکۍ په باچا خان څلور لارې کې د دغه احتجاجي لاريون او غونډې بندوبست د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کړی وو چې تر لاريون وروسته غونډې ته د ګوند د ايالتي مشرانو تر څنګ د دغې سيمې ولسي مشرانو هم ويناوې وکړې.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوکۍ کې د اکتوبر ۱۰ او ۱۱ (تلې ۱۹ او ۲۰) په شپه ناپېژندليو وسلوالو د ډبرو سکرو په کانونو کې پر کارکوونکو مزدورانو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۱ کان کيندونکي يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل.

د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر همایون خان رسنیو ته ویلي وو چې په وژل شويو مزدورانو کې درې د افغانستان او نور د بلوچستان ايالت له ژوب، کلا سيف الله، پښين، هرنايي، موساخېل او کچلاغ (کچلاک) سره اوسیدونکي دي. بل خوا په ژوبلو کې هم د افغان مزدوران شامل دي چې دا وخت يې د کویټې د ښار په یو روغتون کې درملنه روانه ده.

تر اوسه د دې بريد مسووليت چا نه دی منلی. تر دې وړاندې په بلوچستان کې د ډبرو د سکرو پر کانونو اوهلته پر کارکوونکو مزدورانو د زياترو دا ډول بريدونو مسووليت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلی دی، خو دا ځل هغوی په دې بريد کې لاس لرل رد کړي او تور يې پورې کړی دی چې د دې بريد تر شا د رياستي (دولتي) ادارو لاس دی. د پاکستان رياستي ادارو دا تورونه رد کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۸ (تلې ۲۷) احتجاجي غونډې ته په وينا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي منشي نواب محمد اياز خان جوګيزي پردولتي او امنيتي ادارو نيوکې وکړې چې د ولس په خونديتوب او ساتنې کې پاتې راغلې دي. هغه د پاکستان امنيتي و استخباراتي ادارو ته په اشارې وويل چې هغوی د پښتنو پر وسايلو قبضې کوي او هغه په خپله ولکه کې اخلي.

نوموړي زياته کړه: "هيڅ شی نه در پرېږدي او تا د يو مزدور قام په توګه استعمالوي. ما ډېر وخت مخکې ويلي دي چې ستاسو لپاره دوه کارونه دي. يا به بېلچه وهې او يا به د ده [رياست يا دولت] لپاره کلاشنکوف اخلې. دوی به د جهاد نوم ورباندې ږدي او تا ته به فتوا درکوي او ته به خپل پښتانه ورباندې وژنې."

نواب اياز جوګيزي په احتجاجي غونډه کې پر ناستو مزدورانو او ځايي ولس غږ وکړ چې يو موټی شي او د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي.

د مزدورانو د وژنې تر پېښې وروسته د اکتوبر پر ۱۱(تلې ۲۰) هم د دوکۍ په باچا خان څلور لارې کې ځايي اوسیدونکو، د ډبرو سکرو د کانونو مزدورانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو احتجاج کړی وو. هغوی له حکومته غوښتنه کوله چې د کان کيندونکو د ځان او مال حفاظت دې وکړي او په دا ډول پېښو کې ککړ کسان دې ونيسي.

احتجاج کوونکو د وژل شويو مزدورانو مړي هم د احتجاج په توګه له ځان سره اېښې وو او د غوښتنو تر پوره کېدو پورې يې د نه ښخولو هوډ کړی وو، خو وروسته د بلوچستان د ايالتي پارلمان غړي سردار مسعود لوڼي له خوا تر حکومتي ډاډ وروسته هغوی احتجاج پای ته ورساوه.

لوڼي هغه وخت د حکومت له اړخه اعلان کړی وو چې د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته به ۱۵ لکه روپۍ ورکوي او دغه راز به په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي.

نوموړي همدا راز ويلي وو چې په برید کې هر سخت ژوبل شوي کس ته به پنځه لکه او سرسرې ټپي ته به دوه لکه روپۍ ورکول کېږي. خو ژوبل مزدوران او د وژل شويو مزدروانو خپلوان وايي چې تر اوسه له دوی سره شوې حکومتي ژمنې نه دې پر ځای شوي.

د اکتوبر پر ۱۸ (تلې ۲۷) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوښت باندې دې غونډې ته په وينا کې د دغه ګوند عمومي منشي او د بلوچستان پخواني ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال وويل چې پښتانه "امن او کاروبار" غواړي او سرحدي ځواک (اېف سي) دې د دوی له سيمو ووځي.

په بلوچستان کې د ډبرو سکرو يا کويلې له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو سوداګر وايي، اېف سي ځواک هره میاشت د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ ورڅخه اخلي خو امنیت یې نه ساتي.

د ډبرو سکرو د کانونو مالکان وايي چې اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا ۶۵ ميليونه روپۍ جوړېږي. بل خوا د بلوچستان ایالتي حکومت وايي چې اېف سي ځواک ته [د امنيت ساتلو] د یوې موافقې له مخې پیسې ورکول کېږي چې دا "ناقانونه عمل نه دی."

بلخوا د ډبرو سکرو د ځينو کانونو مالکان او سوداګر وايي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې هم د باج غوښتنه ورڅخه کوي، او که يې ور نه کړي نو بيا د مرګ ګواښونه ورته کوي.