د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې وسله‌والو شپږ پاکستاني‌ پوځیان وژلي دي


شمالي وزیرستان
شمالي وزیرستان

د پاکستان پوځ وايي چې د شنبې په ورځ سپتمبر پنځم (تلې ۱۴) وسله‌والو په شمالي وزیرستان کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوځ د موټرو پر کاروان برید کړی او د یو افسر په ګډون یې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې شپږ وسله‌وال هم وژل شوي دي. په دغې خبرپاڼه کې بریدګرو ته د "خوارجو" خطاب شوی چې د پاکستان پوځ دا نوم د ټي‌ ټي ‌پي (تحریک طالبان پاکستان) جنګیالو ته کاروي.

په سیمه کې یو شمېر امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې په دغه برید کې ۲۲ پاکستاني عسکر ټپیان شوي هم دي.

شاوخوا درې کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د خیبر پښتونخواه ایالت په شمال لویدیځ کې پرته د وزیرستان په ولسوالۍ کې پر پاکستاني ځواکونو د ټي‌ ټي پي‌ په بریدونو کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

همداشان د پاکستان پوځ په یو جلا بیان کې ویلي چې د شنبې په ورځ د دغې صوبې په سوات ولسوالۍ کې د استخباراتو په امنیتي عملیاتو کې د ټي ټي‌ پي‌ دوه قوماندانان وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

پاکستان وايي‌ چې د ټي ټي پي ډله په افغانستان کې مېشته ده او له هغه ځایه د طالبانو د حکومت په مرسته د کرښې دې غاړې بریدونه کوي.

اسلام‌اباد همداشان تور لګوي چې بلوچستان په ایالت کې فعال یاغیان هم په افغانستان کې پټنځایونه لري‌ او پر پاکستان باندې وژونکي بریدونه کوي.

پاکستان کې د څیړنو او امنیتي مطالعې یو مرکز روانه اونۍ په یو راپور کې وویل چې د ۲۰۲۴ کال په نهو میاشتو کې د وسله‌والو په بریدونو کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د وژل کېدو اسناد راټول کړي دي. په راپور کې راغلي‌ چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ وسله‌والو په بریدونو کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ثبت شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی تل د پاکستان له خوا لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ټي ټي پي په ګډون هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله په افغانستان کې ځای نه لري.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپلو وروستیو ارزونو کې د طالبانو دا ادعا رد کړې او ټي ټي‌‌ پي‌ یې په افغانستان کې د "لویې ترهګرې ډلې" په توګه یاده کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ارزونو انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت یې په افغانستان کې بشپړ امنیت او ثبات ټینګ کړی دی.

متقي چې د روسیې په کوربتوب یو سیمه‌ییز کنفرانس ته وینا کوله وویل: "ځینې وخت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یو شمېر هېوادونو استازي او رسنۍ په افغان خاوره کې د ګواښونو د موجودیت په اړه اندېښنې څرګندوي."

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ټوله خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده او هېڅوک نه شي کولی چې له هغه ځای څخه د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG