د پاکستان پر پوځي اډې برید؛ اسلام‌اباد د طالبانو دپلومات احضار کړ

د پاکستان په بنو سیمه پوځي مرکز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۷مه) په اسلام اباد کې د طالبانو یو جګپوړی ډپلوماټ احضار کړ او د طالبانو له حکومت څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو هغو سخت دریځو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په باور د دوی پر یوې پوځي اډې په وروستي برید کې ښکیل دي.

د دوشنبې په سهار د پاکستان په شمال لوېدیځ بنو سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر یوې پوځي اډې برید وکړ. بریدګرو لومړی د دې اډې شاوخوا دیوال ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بیا یې له پاکستاني پوځیانو سره نښته وکړه، چې د پاکستان د پوځ په وینا اته سرتېري او لس وسله وال بریدګز په کې ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی دی، چې د پاکستان د پوځ په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلانوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کط ویلي دي: "پاکستان په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو د شتون په اړه چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي، خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه."

د طالبانو د حکومت ویاندانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دې ډلې د ډپلوماټانو د احضارولو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو په تیرو وختونو کې د پاکستان ورته تورونه رد کړي او تل یې ویلي چې دوی هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه پر ګاونډيو، سیمه او د نړۍ پر نورو هیوادونو د بریدونو لپاره ګټه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې طالبان هڅول شوي چې "پوره پلټنه وړکړي او د بنو د برید د عاملانو پر وړاندې سمدسني، غوڅ اړ اغیزمن اقدام وکړي چې ددغه ډول بریدونو د تکرار مخنیوی وشي".

د بنو پر پوځي اډې د برید په تړاو په یوه بیان کې، د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان څخه د راولاړ شویو ګواښونو د مخنیوي لپاره به "ټول اړین او مناسب اقدامات" وکړي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.
پاکستان دمخه په افغانستان کې د پاکستان ضد میشتو افراطي ډلو په نښه کولو لپاره د افغانستان په خاوره کې د هوایي بریدونو په ګډون بریدونه ترسره کړي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې ناامنۍ او افراطي بریدونه زیات شوي دي.

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز په دې وروستیو کې په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۰ ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۸۰ کسان وژل شوي چې ۲۳۶ یې ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ۱۲۴ نور یې سخت دریځه وساله دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو پېښو ۸۷ سلنه او ۹۲ سلنه مرګ ژوبله د پاکستان په دوو ولایتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې چې له افغانستان سره پوله لري رامنځته شوې ده. تحریک طالبان پاکستان د اکثرو دغو حملو ذمه واري منلې ده.

تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۰۰ بریدونه کړي دي. دغې ډلې ویلي چې د دوی زیاتره بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي دي.