د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په روغتیايي مرکز برید؛ پنځه ولسي وګړي او دوه سرتېري وژل شوي


د پاکستان پولیس د بنو د پوځي مرکز شاوخوا ته ولاړ دي، دلته پرون طالبانو برید وکړ
د پاکستان پولیس د بنو د پوځي مرکز شاوخوا ته ولاړ دي، دلته پرون طالبانو برید وکړ

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوې اعلامیې کې ویلي چې اورپکو د سه شنبې په سهار جولای ۱۶ (چنګاښ۲۶) د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په یوې لېرې سیمې کې په یو روغتیايي مرکز برید کړی چې پنځه ولسي خلک او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د دغې څانګې په اعلامیې کې ویل شوي چې په دغه «ترهګریز» برید کې په وژل شویو کسانو کې دوې روغتیايي کارکوونکې، دوه ماشومان او یو د دغه مرکز ساتونکی شامل دي.

اعلامیه وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په سیمه کې له ترهګرو سره ښکېل شوي، درې تنه یې وژلي دي او د سرتېرو دوه غړي هم وژل شوي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسئولیت کومې ډلې نه دی اخیستی، خو مقامات شک کوي چې پاکستاني طالبانو به دا کار کړی وي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه داسې مهال د دغه برید خبر ورکړی چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په بنو کې پاکستاني طالبانو د پوځ د یو مرکز مخې ته موټر بمب برید وکړ او بیا څو ساعته یې جګړه وکړه. د پاکستان پوځ وايي چې په دغه برید کې اته سرتېري او لس بریدګر وژل شوي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (سي ار اس اس) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په تېرو دریو میاشتو کې د ترهګرۍ او ترهګریو ضد په ۲۲۰ بریدونو او عملیاتو کې ۳۸۰ تنه وژل شوي دي.

سي ار اس اس په خپل راپور کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د «پاکستان ۶۵ پوځیان او ۳۱ پولیس هم» شامل دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې ۳۸ فیصده تلفات ممنوع کړل شویو ډلو ته اوښتي دي. په پاکستان کې ممنوع کړل شوې ډلې د طالبانو او د پاکستان حکومت ضد نورو وسله والو ته ویل کېږي.

راپور وايي چې د تلفاتو ۳۲ سلنه یې ولسي خلک دي، چې کان کېندونکي، مذهبي لږګي او نور ولسي خلک په کې شامل دي.

د پوځ په یو بیان کې له افغان طالبانو څخه غوښتل شوي دي چې په افغانستان کې د دغو عناصرو په ضد اقدامات وکړي. اسلام اباد تور لګولي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټ ځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلان او عملي کوي.

خو په کابل کې واکمن افغان طالبان په پاکستان کې بریدونه د دغه هېواد داخلي مسئله بولي له پاکستاني مقاماتو یې غوښتي دي چې په دې کې دې افغانستان نه ګرموي. افغان طالبان وایي هېڅ یو ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG