وسله والو د پاکستان د پولیسو په یو مرکز برید کړی؛ درې پولیس وژل شوي

په پاکستان کې امنیتي‌ چارواکو نن دوشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې۲۳) وویل چې وسله والو د پاکستان د یو وژل شوي پولیس د جنازې په مراسمو برید کړی او درې پولیس یې وژلي دي.

برید د خیبرپښتونخوا د بنو په سیمه کې شوی دی. د دغه ایالت د روغتیا وزیر پښتونیار خان ویلي دي چې برید د یکشنبې په شپه شوی دی.

نوموړي فرانس پرس ته وویل چې بریدګرو د پولیسو مرکز محاصره کړی. هغه زیاته کړه چې د مرکز «په دروازې کې د ډزو په تبادلې کې درې اورپکي او درې پولیس وژل شوي دي.»

پښتونیار خان دا خبره هم وکړه چې دوه درې بریدګر مرکز ته داخل شوي دي او هلته «سختې ډزې» روانې دي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د امنیتي سرچېنو په حواله لیکلي دي چې د پنځو او شپږ ترمنځ وسله والو په دغه مرکز برید کړی دی او په دې برید کې یو ملکي کس هم وژل شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي‌ دي چې د پولیسو په مرکز کې یې د درنو چاودنو غږونه هم اورېدلي دي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې دا برید هغوی کړی دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې سبا سه شنبه په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه پیل شي. د پاکستان حکومت د دغې غونډې لپاره کلک امنیتي تدابېر نیولي دي.

تر دې غونډې څو ورځې مخکې په کراچۍ کې په یو برید کې دوه چینايي انجینران ووژل شول. په یوې بلې پېښې کې وسله والو په بلوچستان کې ۲۰ کان کېندونکي ووژل.