د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین لویې جرګې ته: پوځ او طالبانو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړئ چې زموږ له خاورې ووځي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن نن یکشنبه اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) په خیبر کې د پښتنو له لویې جرګې څخه وغوښتل چې د پاکستان پوځ او طالبانو ته ووايي چې په ۶۰ ورځو کې « زموږ خاورې څخه» ووځي.

د پښتنو د «قامي عدالت» د جمعې په ورځ د خیبر د للمې په سیمه کې پیل شوی چې د پښتنو د ۶۰ سیمو څخه په کې لسګونه زره قومي مشرانو او پښتنو ګډون کړی دی.

منظور پښتین وویل چې د پښتنو په سیمو کې طالبان ادعا کوي چې د پاکستان پوځ وژني او پوځ وايي چې طالبان وژني چې د سیمې خلکو ته امنیت او ښیرازي راوړي.

هغه وویل که رښتیا هم هغوی د پښتنو امنیت او ژوند غواړي «موږ قومي عدالت ته تجویز کوو چې دواړو ته تر ۶۰ ورځو پورې وخت ورکړي او په دغو ۶۰ ورځو کې هم طالبان او هم پوځ زموږ له خاورې څخه» ووځي.

نوموړي همدغه راز له جرګې څخه وغوښتل چې پوځ، نظامي استخبارات، د پاکستان د استخباراتو اداره «او ښه او بد طالبان» ټول دې له توپیر پرته «ترهګرې ډلې» وپېژني.

هغه وویل: «د دوی له لاسه مو وطن وران شوی، کورونه مو وران شوي او خلک مو وژل» شوي دي.

نوموړي د پاکستان د پوځ او طالبانو ترمنځ جګړې ته په اشارې وویل، چې ۸۰زره پښتانه پرته له دې چې په هغوی باندې یې برید کړی وي، برید پرې شوی او وژل شوي دي.

پښتون ملي لښکر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدغه راز له جرګې څخه وغوښتل چې د پښتنو ملي‌ لښکر دې جوړ کړي. هغه وویل که د پښتنو هره سیمه او هر ګوند ۳۰۰۰-۳۰۰۰ غیر مسلح افراد ورکړي، ۲۴۰۰۰۰ کېږي او دوی به د «پښتنو ملي لښکر» وي، چې د عدالت، امنیت، غونډو او مظاهرو په برخو کې به کار کوي.

هغه وویل که څوک په ناقانونه توګه، د «اساسي‌ قانون خلاف» د اسلامي ‌او پښتونولۍ خلاف زموږ کوم کس له ځان سره وړي،‌ په خبره یې همدا لښکر به ځي او دا کس به راولي. هغه وویل که څوک زموږ کوم کس ووژني، همدا لښکر به یې پیدا کوي‌ او ځړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالیت بندیز لګولی دی او ویلي دي چې دغه غورځنګ «د دولت ضد څرګندونو او ګډوډۍ په پارولو» کې دخېل دی.

د پاکستان پوځ وایي چې تندلارې ډلې او پاکستاني طالبانو ډله د خیبرپښتونخوا په ایالت او په خاص ډول په وزیرستان او سوات کې پناه ځایونه لري او له همدې کبله یې په دغو سیمو کې پوځي عملیات کوي.

د پاکستان حکومت تازه اعلان کړی دی چې پوځ یې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. خو د مخالفتونو او مظاهرو له کبله دا عملیات ځنډول شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG