د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې د پښتنو قامي جرګه خپلې پریکړې اعلانوي


منظور پښتین د جرګې ته په وینا کې ادعا وکړه چې په تېرو ۲۲ کلونو کې په پاکستان کې ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي دي.
منظور پښتین د جرګې ته په وینا کې ادعا وکړه چې په تېرو ۲۲ کلونو کې په پاکستان کې ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې نن د یکشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۳( تلې ۲۲) د خیبر پښتونخوا ایالت د ریګي للمه سیمه کې د پښتنو د قامي جرګې درې ورځنۍ غونډې د پریکړو په اعلانولو سره پای ته ورسیږي.

د رپوټونو له مخې د جرګې د پریکړو د ترتیبولو لپاره په شاوخوا۸۰ کمیټو کې چې د ۶۰ ولسوالیو استازې په کې راټول شوي د تیرې ورځې راهیسې کار پیل شوی دی.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ په نوښت دې جرګې ته د پاکستان د بیلابیلو برخو څخه په زرګونو کسان د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۱ ( تلې ۲۰) د جرګې ځای کې راټول شوي وو، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د پښتنو د قامي جرګې غونډې د شنبې په ورځ پیل شوې.

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر فعالیتونو باندې بندیز لګولی دی. ددغه حکومت د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) په یو حکم کې ویلي وو چې پي ټي ام په خپلو فعالیتونو سره د دغه هېواد "سولې او امنیت ته زیان رسوي" چې له امله يې حکومت "د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د واک په کارولو بنديز ورباندې لګولی دی.

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګل کېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې تر بنديز لاندې ډلو د غړيو بانکي حسابونه تړل کېږي او شناختي کارډ او پاسپورټ يې هم بندېږي. نوموړي زياته کړه، که هر چا له پي ټي ام سره مرسته وکړه، د هغوی شناختي کارډ او پاسپورټ به هم وربندوي.

خو د خیبرپښتونخوا ایالت حکومت د تیرې پنجشنبې په ورځ د پښتنو قامي عدالت جرګې د مخالفت څخه لاس واخیست او دغې جرګې غونډو ته یې اجازه ورکړه.

«وژل شوي پښتانه»

منظور احمد پښتین د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ ( تلې ۲۱) د جرګې د پیل غونډې ته په وینا کې د ۲۰۰۲ کال څخه د ۲۰۲۴ کال پورې پښتنو ته د اوښتي ځاني او مالي زیانونو شمېرې د جرګې غړو سره شریکې کړې او ویې ویل چې په تېرو ۲۲ کلونو کې ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي چې د پښتنو جنګ نه وه.

پښتين وويل، چې تر ټولو زياتې وژنې چې هغه یې شمیر نهه زره او ۵۲۲ وښود د خیبر په ولسوالۍ کې پیښې شوي دي. د پي ټي ام مشر دغه شمېرې په غټ سکرين باندې د جرګې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې په کې د بې درکه، ژوبلو، وژل شویو او معلولینو کسانو شمېرې هم شاملې وې.

هغه وویل، د پښتنو په خاوره ښخو شویو ماينونو اوه زره ۵۳۸ کسان معیوب کړي دي، او په دې موده کې نهه زره ۲۳۷ غټې چاودنې شوي. د پښتین د معلوماتو له مخې د دې چاودنو نه يو ځای، او يو سياسي ګوند هم نه دی بچ پاتې، خو هغه زیاته کړه چې په سياسي ګوندونو کې تر ټولو زيات تاوان عوامي نېشنل ګون دته او په دویم نمبر پسې جمعيت علمااسلام ګوند ته اوښتی دی.

منظور پښتين زياته کړه چې په دې موده کې یو زر او ۷۳۸ قومي مشران وژل شوي، چې د زیات شمیر دغو مشرانو سرونه هم له هغوی پرې کړل شوي دي. هغه وویل یوازې شاوخوا ۲۰۰ چاودنې په جوماتونو کې شوي دي.

منظور پښتین وویل: "پوهنتون، ښوونځی، کالج، لیلیه، مدرسه، جومات، امام بارګاه، حتی چې په دې خاوره د عیسویانو، هندوانو، سيکانو د هغو عبادتخانې په نښه شوي، د ۲۰۰ څخه زیاتې چاودنې په زیارتونو کې شوي دي، تبليغي مراکز، يو شی نه دی پاتې، اووه چاودنې يواځې په ماشومانو شوي، شپږ چاودنې يواځې د ښځو په بازارونو شوي دي."

منظور پښتين وویل چې، د پښتنو په خاوره ۲۱۳ د پوليو کارکوونکې وژل شوي دي، په کورمه کې د ۴۰۰۰ تنه د شيعه او سني په نوم وژل شوي دي.

هغه وویل، د دې جګړو له امله پنځه میلیونه ۷۱۰ زره او ۹۲۸ تنه کډوال شوي چې لسګونه زره لا هم له خپلو مینو بهر د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. هغه وویل چې ، د ۲۰۰۳ کال څخه د ۲۰۲۴ کال پورې په پاکستان کې د پښتنو ۲۱۷ زره اوه پيژند پاڼو باندې بندیز لګیدلی او بلاک شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه موده کې د دوه لکو څخه زيات کورونه ړنګ شوي، ۳۶ بازارونه ړنګ کړل شوي په دغه شمیر کې ۱۱ بازارونه په بشبړ ډول ړنګ شوي دي. د منظور پښتین د معلوماتو له مخې په دغو بازارونو کې له ۲۵ زرو زیات دکانونه ویجاړ شوي دي.

منظور پښتين ادعا وکړه، چې کومې شمېرې یې چې وړاندې کړې ثبوت یې هم لري. د پاکستان حکومت د منظور پښتين دغو ادعاو ته سمدستي غبرکون نه دی ښودلی، خو پاکستان حکومت له وړاندې ادعا کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د اتیا زرو پورې کسان وژل شوي او دغه هیواد ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی دی.

په خېبر کې روانې جرګې ته د خېبرپښتونخوا د ټولو ولسوالیو او د بلوچستان د ایالت د پښتون مېشتو ولسوالیو څخه پلاوي هم ورغلي دي. د راپورونو له مخې دغې جرګې ته په ګڼ شمیر هغه کسان هم ورغلي چې په تیرو ۲۲ کلنو کې یې د کورنيو غړي بې درکه شوي دي.

د بې درکه کسانو خپلوان وايي، دوی د پاکستان هرې دولتي ادارې ته ورغلي خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی او اوس دغې جرګې ته ورغلي چې که خپلو ورکو عزیزانو درک ورته معلوم شي.

د راپورونو له مخې پښتنو قامي جرګې ته خېبرپښتونخوا کې د زياتره سياسي ګوندونو مشران او پلاوي هم ورغلي دي.

د دې جرګې د پلان پر اساس به نن د اکتوبر په ۱۳ ( تلې ۲۲) د بیلابیلو کمیټو مشورو او وړانديزونو د شریکولو وروسته دا جرګه خپله پریکړه اعلان کړي.

ددې راپور په چمتو کولو کې د ډیوه راډیو د راپور څخه هم کار اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG