د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر کې د پښتنو لویه جرګه؛ منظور پښتین د پښتنو پر یووالي ټینګار کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په خیبر کې رابلل شوې د پښتنو لویه جرګه د شنبې په ورځ‌ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په وینا رسماً پیل شوه.

ټاکل شوې وه چې د "پښتون قامي جرګه/عدالت" تر نوم لاندې د پښتنو دا لویه جرګه تېره ورځ‌ د جمعې له لمانځه وروسته پیل شي خو د یو لړ خنډونو له امله وځنډول شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغې جرګې ته په وینا کې د پښتنو پر یووالي ټینګار وکړ او د پښتنو له مشرانو او سیاستوالو څخه یې وغوښتل چې د پښتون ټبر د یووالي لپاره ګډ کار وکړي.

پښتین وویل چې د پښتونو سیمو ته د یو بل لوی جنګ د راوستلو لپاره دسیسې روانې دي چې په وینا یې د پښتنو ترمنځ‌ یووالی یې د شنډولو یوازینۍ لاره ده.

د جرګې له ځای څخه د امریکا غږ خبریال شاهین شاه افریدي‌ وايي چې د پښتنو دغې لویې جرګې کې د ګډون لپاره له مختلفو سیمو څخه عام پښتانه‌،‌ قومي مشران او سیاستوال خیبر ته راغلي دي.

د هغه په وینا په جرګه کې په یو لوی سکرین باندې د پښتنو په سیمو کې د ناامنیو رامنځ ته کولو،‌ د پښتنو د لادرکۍ او د پښتنو د وسایلو څخه د ناجایزې استفادې په اړه د جرګې ګډونوالو ته یو ویډیويي راپور وښودل شو.

افریدی وايي چې د جرګې ټول ګډونوال د پښتون قامي عدالت جرګې ته له زیاتو تمو سره راغلي دي او په مختلفو کمېټو کې به په خپلو سیمو کې د امنیت راوستلو، د پښتنو ځوانانو د لادرکۍ د لړۍ ودرولو او پر خپلو وسایلو باندې د واک د ترلاسه کولو پر لارو چارو باندې بحث وکړي.

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي و چې د پښتنو په قامي جرګه کې به د ولس د راتلونکې په اړه پرېکړې کېږي.

نوموړې د اکتوبر پر ۱۱ (تلې ۲۰) ماسختن مهال د خيبر په رېګي للمه ميدان کې د جرګې لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته په وينا کې وويل چې پښتانه مشران به په دې جرګه کې د پښتنو په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتنو د وسايلو تر څنګ د يوشمېر نورو چارو په اړه بحث او ګډې پرېکړې کوي.

د منظور پښتین په وینا هڅه کوي چې جرګه په دوو ورځو کې راغونډه کړي او د شنبې پر ورځ د دوو ورځو کار وکړي.

له څه باندې يوې اونۍ راهيسې پوليسو په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کېمپ څو ځلې چاپې ووهلې او د غورځنګ پر غړيو او فعالانو يې د اوښکې بهېوونکي غاز شيندلو تر څنګ ډزې وکړې او د هغوی خېمې يې وروسوځولې او سامانونه يې ورڅخه يووړل.

د پي ټي اېم د مشرانو په وينا، د اکتوبر پر نهمه (تلې ۱۸) پوليسو د جرګې پر منتظمينو يو ځل بيا مخامخ ډزې وکړې چې د غورځنګ څلور فعالان او غړي پکې ووژل شول او له ۱۰ زيات ژوبل شول.

پولیسو او د خيبر انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د جرګې پر انتظامي کېمپ د چاپو او د غورځنګ پر پلويانو د ‌ډزو په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزيرعلي امين ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۰ ماخستن له منظور پښتين سره يو ځای خبريالانو ته د وينا پر مهال د دغې پېښې غندنه وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون تر څنګ د ملتپالو پښتنو ګوندونو مشرانو هم په خيبر کې د پي ټي اېم پر پلويانو بريد غندلی او په دې اړه يې "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو حکم په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.

پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

ګنډه پور تر ملاقات وروسته له پښتین سره یوځای خبریالانو ته وویل چې د اعلی وزیر په حیث به د جرګې د پرېکړه لیکونو د عملي کولو هڅه کوي.

خو د ايالتي حکومت پر اجازې سربېره د پي ټي اېم مشران او غړي وايي چې لا هم ګڼ خلک د جرګې ځای ته نه دي ورغلي ځکه چې په تېرو ورځو کې پولیسو په بېلا بېلو ځایونو کې چاپې ووهلې، د دوی سلګونه فعالان او مشران یې ونیول او لارې یې ورته بندې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ د تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري لادرکیو، بې له محاکمې وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخ تظاهرات، پرلتونه او احتجاجي غونډې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG