په کراچۍ کې د پنځو ورځو لپاره پر هر ډول غونډو بنديز لګېدلی

دا بندیز د اکتوبر له ۱۳ څخه تر ۱۷ پورې پلي کیږي، چې د کراچۍ د پوليسو له مشر سره له مشورې وروسته عملي شو.

د کراچۍ انتظامي مشر (کميشنر) سید حسن نقوي د امنیتي اندېښنو له امله په دغه ښار کې د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې ده چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګیدلی دی.

دا بندیز، چې د اکتوبر له ۱۳ څخه تر ۱۷ پورې پلي کیږي، د کراچۍ د پوليسو له مشر سره له مشورې وروسته عملي شو.

د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې له مخې، بیلا بېلې ډلې او سوداګر پر یو وخت د مظاهرو پلان لري، چې کېدای شي امنیتي خطرونه او د خلکو د تکلیف سبب شي.

د کراچۍ د پولیسو مشر خبرداری ورکړ، "د همدې ورځې لپاره ټاکل شوي لاریونونه او مظاهرې ترسره شي او د قانون او نظم مسلې رامنځته کړي."

تر دې دوه ورځې وړاندې، د یوې اعلامیې له مخې د پنجاب حکومت د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) په راولپينډۍ کې د جنايي قانون د ۱۴۴مه مادې په کارولو سره پر هر ډول غونډو بنديز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶(تله ۲۴ او ۲۵) په اسلام اباد کې کېدونکې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې (تله ۱۴) څخه د اکتوبر تر ۱۷ (تله ۲۶) پورې د اسلام اباد امنيتي دنده پوځ ته سپارلې چې دا ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د پلازمېنې امنيت او نظم وساتي.