پر پاکستان د ایران برید ته غبرګون؛ اسلام اباد له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو د ایران له بریدونو یوه ورځ وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له تهران څخه یې د دغه هېواد سفیر ور غوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ، د چهارشنبې په ورځ ، جنورۍ ۱۷ (مرغومی ۲۷مه) وویل، چې په بلوچستان کې د ایران "بې ځایه" برید "د پاکستان پر ملي حاکمیت تیرې او له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده."

زهرا بلوچ همدارانګه وویل، چې پاکستان په اسلام اباد کې د ایران له سفیر څخه چې پر پاکستان د ایران د بریدونو پر مهال تهران ته تللی و، غوښتي چې بېرته اسلام اباد ته ور نه شي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) هم د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې په حواله دا خبره کړې ده، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د پاکستان د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ایران دغه بریدونه چې بې ګناه پاکستاني ماشومان پکې وژل شوي، "جدي پایلې" به ولري.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل: "د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو پاکستانی هم نه دی وژل شوی، بلکې د جیش العدل ډله په نښه شوې ده. زموږ هدف د پاکستان په خاوره کې ایراني ترهګر وو. "

هغه وویل: "موږ د عراق او پاکستان په خاوره کې دننه له هغو ترهګرو سره چې د ایران امنیت ته ګواښ پېښوي، هیڅ ډول مدارا نه کوو، موږ د پاکستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو، خو اجازه به ورنه کړو چې د ایران له امنیت سره لوبې وکړي. موږ د عراق او پاکستان امنیت؛ د ایران امنیت ګڼو."

پر پاکستان له یاد برید یوه ورځ مخکې، د ایران د سپاه پاسدران، د عراق په اربیل او د سوریې پر ادلب ښار راکټي بریدونه وکړل. ایران ویلي دي چې په دغو بریدونو کې په اربیل ښار کې د "اسرائیل د بهرنیو استخباراتو یا موساد" مرکز او په ادلب کې د داعش مرکزونه په نښه شوي دي.

په پاکستان کې د جیش العدل پر مرکزونو د ایران له برید څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سویس په داووس کې د پاکستان له صدراعظم انورالحق کاکړ سره وکتل.

په ایران کې د شیعه ګانو په مشرۍ حکومت او د پاکستان سني حکومت تل د سخت دریځو د فعالیتونو او بریدونو له امله یو بل ته د شک په سترګه ګوري او ګومان کېږي چې دغه نوی کړکېچ به د دواړو ګاونډیو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

داسې ښکاري چې دا بریدونه به په منځني ختیځ کې احتمالي تاوتریخوالی زیات کړی، کوم چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس تر منځ له جګړې وروسته پیل شوی دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د اسوشیټیډ پرس او ایرنا خبري اژانس راپور کارول شوی.