د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ایران کې ترهګریز برید په کلکه وغانده


د ایران دولتي رسنیو د خبر په حواله، د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۸۴ تنه وژل شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو د خبر په حواله، د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۸۴ تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ جنورۍ څلورمه (مرغومي ۱۴) په ایران کې هغه دوه بمي چاودنې چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یې پړه پر غاړه اخیستې، د "غندنې وړ" وبللې چې لږ تر لږه ۸۴ کسان په ووژل شول.

دا دوه چاودنې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ دریمه د ایران په کرمان ښار کې هغه ځای ته څېرمه وشوې چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسم په کې ترسره کېدل. پدې چاودنو کې ۱۷۱ کسان ټپیان شوي هم دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ په څلورمه (مرغومي ۱۴) د ټیلیګرام په چینل باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې د دوی دوو غړو "خپل ځانمرګي واسکټونه" د سلیماني د تلین په مراسمو کې چولي دي.

قاسم سلیماني د داعش یو له سختو دښمنانو څخه و او هغه په منځني ختیځ کې د داعش پر وړاندې په جګړه کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو نیابتي ځواکونو سره مرسته کوله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه اعلامیه کې ویلي چې "په کرمان ښار کې ډارن ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي."

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د خونړیو چاودنو مسوولیت پداسې حال کې ومانه چې ایران د وژل شویو کسانو په درناوي ملي ماتم اعلان کړی دی.

که څه هم د مړو لومړنۍ شمیره له شاوخوا ۱۰۰ کسانو څخه راټیټه کړای شوې، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې لاهم د مړو شمیر "له ۱۰۰ څخه ډیر" یاد شوی دی.

د امنیت شورا په داسې حال کې چې د قربانیانو له کورنیو او د ایران حکومت ته یې خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه "یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او اشکالو د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو تر ټولو جدي ګواښ دی."

د امنیت شورا همداشان پر ټولو هیوادونو غږ کړی چې حساب کتاب ته د ترهګرۍ ددغو مرتکبینو، تنظیم کونکو تمویل کونکواو ملاتړو په وړاندې کولو کې له ایران سره "فعاله همکاري" وکړي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي: "د ترهګرۍ هر ډول عمل جنایت دی او د توجیه وړ نه دی، پرته له دې چې انګیزه یې څه وي او کوم څای او کله او د چا لخوا ترسره کیږي."

ایران په تیرو وختونو کې د داعش او نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو له خوا د خونړیو بریدونو شاهد و، خو ایراني چارواکو د دې بریدونو پړه پر اسرائیلو اچولې ده.

له دغو خونړیو بریدونو وروسته د پنجشنبې په ورځ د ایران د کورنیو چارو وزیر د ایران د ایسنا اژانس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران په پولو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. له افغانستان او پاکستان سره د ایران اوږده پوله تل د افراطي ډلو او د انسان او نشه یي توکو د قاچاق د شبکو له خوا کارول شوې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دغې پېښې له امله ترکیې ته خپل مخکېنی پلان شوی سفر وځنډاوه او د پنجشنبې په ورځ جنورۍ څلورمه یې په ایران کې ملي ماتم اعلان کړ. ایراني مشرانو خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو غچ به واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG