بخښني نړیوال سازمان: پاکستان باید په پي ټي ام باندې لګول شوی بندیز سمدستي لېرې کړي

د پي ټي ام مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پاکستان د حکومت د بندیز سره سره به د اکتوبر په ۱۱مه په خیبرپښتونخوا کې د «قامي عدالت» په نوم جرګه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په سمدستي ډول دې په «پښتون ژغورنې غورځنګ» باندې لګول شوی بندیز لېرې کړي.

دغه سازمان نن سه شنبه اکتوبر اتمه (تله ۱۷) په یوې اعلامیې کې وویل چې په پي ټي ام باندې بندیز لګول او د «فعالانو او د اقلیتي ډلو د سوله ایزو مظاهره کوونکو په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد د قانون اصطلاح کارول په دغه هېواد کې د ټولنو او سوله ایزو غونډو د ازادۍ» سپکاوی دی.

د دغه سازمان په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پي ټي ام یو سوله ایز غورځنګ دی چې د پښتنو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي، چې د «پاکستان د مقاماتو له لوري له تحقیر او تاوتریخوالي سره» مخامخ دي.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د امنیتي ګواښونو له کبله په پي ټي ام بندیز ولګوه. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې پي ټي ام په پاکستان کې «د دولت ضد په څرګندونو او ګډوډۍ» په پارولو کې دخېل دی او د بندیز پرېکړه یې د «منل شویو اسنادو» په اساس شوې ده.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مرستیال بابو رام پنټ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د پي ټي ام د اکتوبر ۱۱مې نېټې تر غونډې څو ورځې مخکې، د ممنوع شوي غورځنګ په توګه په لست کې د پي ټي ام شاملول، د پاکستان د مقاماتو له لوري د مخالفو ډلو د سوله ایزو مظاهرو او غونډو سیستماتیک او دوامدار ځپل دي.»

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې د «ترهګرۍ د پراخ قانون» تر سیوري لاندې په «پي ټي ام باندې یو اړخیز بندیز» د هغې لړۍ برخه ده چې د «پاکستان مقاماتو له کلونو کلونو د محرومو سیمو دا ډول غورځنګونه د ځواک د ناقانونه استعمال، جبري ورکېدا او د هغوی په مظاهرو او غونډو باندې د رسنیز بندیز له لارې ځپلي» دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د پاکستان حکومت باید سمدستي داسې لاره غوره کړي او «مظاهرې او سوله ایزې غونډې جرم ونه ګڼي» او اقلیتونه د هغوی د قومیت په اساس په نښه نه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان داسې مهال د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز د غندنې په اړه اعلامیه خپروي، چې دا غورځنګ د اکتوبر په ۱۱مه په خیبرپښتونخوا کې د «قامي عدالت» په نوم د لویې جرګې په تیاریو بوخت دی.

د راپورونو په اساس د پي ټي ام مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پاکستان د حکومت د بندیز سره سره به دا جرګه کوي. دا جرګه د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر کې کېږي.

څو میاشتې مخکې د یوې ډلې کسانو له لوري په اسلام اباد کې د پي ټي ام د مشهور غړي ګیله من وزیر له وژل کېدو وروسته، دغه غورځنګ د «قامي عدالت» په نوم د جرګې جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ټي ام باندې یې د ترهګرۍ سره د ۱۹۹۷ کال د مبارزې د قانون د ۱۱مې په اساس بندیز لګولی دی.

د راپورونو په اساس، د ۲۰۱۴ کال د مۍ په میاشت کې محصلینو د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ کړ او په وزیرستان او دیره اسماعیل خان کې د ماینونو د پاکولو له غوښتنې سره خپل فعالیت پیل کړ.

خو د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو د یو مشر له لوري د یو پښتون ځوان نقیب الله محسود له وژل کېدو وروسته، پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو د مدافع په توګه رادبره شو.

تر دې دمه د پاکستان حکومت د بخښنې نړیوال سازمان د دغې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.