په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د زده کړو د نړیوالې اونۍ د پیلیدو سره هممهاله ویلي، چې زده کړې یو اساسي حق دی چې دا حق د افغانانو د سوله ییزې او روښانه راتلونکې لپاره ډیر مهم دي.
د امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۸( لړم ۲۸) ددغې اونۍ په مناسبت د ایکس په پاڼه په یو خپور کړي پیغام کې د زده کړو د حق لاسرسي لپاره په ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
په نړۍ کې هرکال د نومبر له ۱۸ ( لړم ۲۸) څخه د نومبر ۲۲ ( لیندۍ لومړي) پورې اونۍ د زده کړو د نړیوالې اونۍ په توګه نمانځل کیږي.
د امریکا سفارت په دې مناسبت ویلي: "د زده کړو د نړیوالې په دې اونۍ کې مونږ د زده کړو قوت چې ژوند بدلوي په ځانګړي ډول افغانستان کې نمانځو. د ستونزو سره سره افغان زده کوونکي او روزونکي د پوهې او ودې لپاره په پرله پسې ډول مبارزه کوي. زده کړې یو اساسي حق دی اود لا سوله ییز او روښانه افغانستان د راتلوونکې لپاره یوه کیلي ده. راځئ چې په ګډه د ټولو لپاره د زده کړو د لاسرسي په خاطر ودریږو."
د زده کړو نړیواله اونۍ په داسې حال کې بیا نمانځل کیږي چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د شمیرونو له مخې نن د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۹ ( لړم ۲۹) د نجونو پر زده کړو د طالبانو ددغه بندیز څخه ۱۱۵۹ ورځې پوره شوې.
ددې سربیره طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د ۲۴ ورځې راهیسې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د بشري حقونو نړیوال بنسټونو اندیښنه ښودلې چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې ددغو بندیزونو د لغوه کیدو په برخه کې کوم څرګند ګام نه دی پورته کړی، بلکې په پرله پسې ډول یې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه په ځانګړي ډول د زده کړو په برخه کې پراخه کړي دي.
دا بنسټونه په ځانګړي ډول د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست ۲۱( زمري ۳۱) د امربالمعروف نهی عن المنکر نوي قانون توشیح یادونه کوي او وايي چې دغه قانون د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې ده، چې له مخې یې د امربالمعروف وزارت محتسبین چې دا قانون پلی کوي دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.
ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نجونو د تعلیم مسله د افغانستان کورنۍ مسله ده او دا بندیز موقتي بڼه لري، چې هڅه کوي ورته په کور دننه د حل لار ولټوي. خو د دغه حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي چې دې مسلې ته د حل لار لټول ممکن ډیر وخت واخلي.
د ښځو او نجونو د زده کړو څخه د ملاتړفعالان ادعا کوي چې طالبان د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې نجونو ته د زده کړو د بیرته پیلیدو لپاره اصلا اراده نلري او که دغې ډلې حکومت غوښتل چې کومه کړنلاره جوړه کړي څه باندې تیر درې کلونه ددغسې کړنلارې د جوړیدو لپاره کافي وخت و چې باید کړنلاره ترتیب شوی وه.