د لاس رسي وړ اتصالات

د بریکس سرمشریزې ګډه اعلامیه: طالبان دې د نجونو پر زده کړو بندیز ته بیا کتنه وکړي


د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې تاسیس شوی چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي دي.
د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې تاسیس شوی چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي دي.

د روسیې د فدراسیون د کازان ښار کې د بریکس د ټولنې د سرمشریزې په پای کې په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د غونډې ګډونوالو په سوله ییز ډول د افغانستان د مسلې پر هوارولو د ټینګار ترڅنګ پر طالبانو باندې غږ کړی چې په ثانوي او لوړو زده کړو موسسو کې دې د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي.

ددغې سرمشریزې په پای کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د اکتوبر ۲۳ (لړم دوېیم) په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د غوندې ګډونوالو د سیمې د امنیت او ثبات لپاره په بیړني ډول د افغانستان د مسلې په سوله ییز هواري باندې ټینګار کړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د افغانستان په مقاماتو [طالبانو] باندې غږ کوو چې په ثانوي او لوړو زده کړو موسسو کې دې د نجونو پر زده کړو اغیرمن بندیز ته بیا کتنه وکړي. مونږ د سیمه ییزو پیلټ فورمونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو اساسي او موثر رول باندې ټینګار کوو او د افغانستان د مسلې په هوارولو کې د دغو هڅو لکه د سیمه ییزو پیلټ فورمونو او نوښتونو څخه هرکلی کوو".

همداشان په دغه ګډه اعلامیه کې د یو خپلواک متحد، سوله ییز او د تروریزم او نشه يي توکو څخه پاک افغانستان څخه ملاتړ شوی او د دغه هیواد له خاورې څخه د تروریستي ډلو د کار اخیستلو د مخنیوي لپاره د نورو ملموسو او د تائید وړ اقداماتو غوښتنه شوې ده.

همداشان په دې ګډه اعلامیه کې د بریکس د غونډې ګډونوالو ویلي : "مونږ په بیړني ډول او د ځڼد پرته افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په اړتیا او د ښځو، نجونو او نورو مختلفو قومونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو په ساتنې باندې ټینګار کوو".

د روسیې د فدراسیون د کازان په ښار کې بریکس د ټولنې درې ورځنۍ شپاړسمه سرمشریره د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسیدله.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمر پوتین دې سرمشریزې ته وویل چې دا ګډه اعلامیه د ټولو غړو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو له خوا تائید شوې او د یو څو قطبي سند په توګه به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي.

په دغه ګډه اعلامیه کې تروریزم په هره بڼه غندل شوی او ټینګار شوی چې په کار نه دي دی پدیدې ته د کوم، دین، تابعیت، مدنیت او قومي ډلې پورې تړاو ورکړل شي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د بریکس سرمشریزې دې غونښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو حکومت د روسیې په کازان کې د بریکس په سرمشریزه کې ددغه حکومت د استازو د ګډون غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه د روسیې له خوا نه وه منل شوې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۴ (تلې درېیم) ویلي وو چې دغه حکومت له روسیې څخه د بریکس په غونډې کې د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده.

حمدالله فطرت ویلي وو چې هغوی له روسیې او هند سره، چې د بریکس غړي‌ دي، «ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لرو. موږ غواړو چې خپلې اړیکې پراخې کړو او د بریکس په اقتصادي فورم کې برخه» واخلو.

خو د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د حکومت له خوا له مسکو څخه د روسیې د فدراسیون د کازان په ښار کې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون غوښتنه رده کړې او ویلي دي چې دې غونډې ته د طالبانو بلنه ددغې ټولنې د ټولو غړو د پریکړې پورې اړه لري.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د اکتوبر څلورم (تلې۱۳) په یو راپور کې د ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې روسیه په دې اړه یوه اړخیزه پریکړه نشي کولای.

هغه ویلي: "بریکس سرمشریزې ته د بلنې پریکړه د اجماع د میکانیزم له مخې کیږي. ډیر کم وخت [غونډې جوړیدو ته] پاتې دی او ددې پورې اړه لري چې د بریکس د غوڼډې د نورو غړو غبرګون په دې اړه څه دی. په دې برخه کې روسیه په یواړخیر ډول د شریکانو د رضایت پرته نور دولتونه نشي بللی".

د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې تاسیس شوی چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي دي.

روسیه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د بریکس د سازمان نوبتي مشري په غاړه لري، چې ددې کال ترپایه به پای ته ورسیږي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې د روسیې په ګډون تراوسه یې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG