د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: روسیه په یو اړخیز ډول د بریکس سرمشریزې ته طالبان نشي بللی


د طالبانو د حکومت د سپټمبر ۲۴ ( تلې درېیم) ویلي وو چې دغه حکومت له روسیې څخه د بریکس په را روانې غونډې کې د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د سپټمبر ۲۴ ( تلې درېیم) ویلي وو چې دغه حکومت له روسیې څخه د بریکس په را روانې غونډې کې د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده.

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د حکومت له خوا له مسکو څخه د روسیې د فدراسیون د کازان په ښار کې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون غوښتنه رده کړې او ویلي دي چې دې غونډې ته د طالبانو بلنه ددغې ټولنې د ټولو غړو د پریکړې پورې اړه لري.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ اکتوبر څلورم (تلې۱۳) په یو راپور کې د ضمیر کابلوف له قوله د مسکو فارمټ د غونډې وروسته ویلي چې روسیه په دې اړه یوه اړخیزه پریکړه نشي کولای.

هغه ویلي: "بریکس سرمشریزې ته د بلنې پریکړه د اجماع د میکانیزم له مخې کیږي. ډیر کم وخت [غونډې جوړیدو ته] پاتې دی او ددې پورې اړه لري چې د بریکس د غوڼډې د نورو غړو غبرګون په دې اړه څه دی. په دې برخه کې روسیه په یواړخیر ډول د شریکانو د رضایت پرته نور دولتونه نشي بللی".

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سپټمبر ۲۴ (تلې درېیم) ویلي وو چې دغه حکومت له روسیې څخه د بریکس په را روانې غونډې کې د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت وویل چې هغوی له روسیې او هند سره، چې د بریکس غړي‌ دي، «ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لرو. موږ غواړو چې خپلې اړیکې پراخې کړو او د بریکس په اقتصادي فورم کې برخه» واخلو.

ټاکل شوې چې د بریکس د سازمان سرمشریزه د اکتوبر د روانې میاشتې په ۲۲ د دریو ورځو لپاره د روسیې د کازان په ښار کې جوړه شي.

د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې تاسیس شوی چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي دي.

تر دې دمه دغه سازمان نورو غړو د طالبانو د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي. روسیه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د بریکس د سازمان نوبتي مشري په غاړه لري، چې ددې کال ترپایه به پای ته ورسیږي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې د روسیې په ګډون تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

ضمیر کابلوف د بریکس په سرمشریزه کې د طالبانو د استازو د ګډون بلنه په داسې حال کې رد کړې، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ د بهیر په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۳) د مسکو فارمت غوندې ته په وینا کې پر لویدیځو هیوادونو غږ وکړ چې د طالبانو پر حکومت بندیزونه لیرې کړي او د افغانستان په بیارغونه کې "مسئولیت" واخلي.

لاوروف چې د مسکو فارمټ د غونډې په پیل کې خبرې کولې، دا ونه ویل چې ایا مسکو به طالبان د "تروریستي سازمانونو" له خپل تور لیست څخه وباسي.

لاوروف وویل: "موږ له لویدیځو هېوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې له بحران وروسته په بیارغونه کې خپل مسئولیت ادا کړي، بندیزونه لیرې کړي او د کابل کنګل شوې شتمني خوشې کړي."

خو د جمعې په ورځ د روسیې د فدراسیون د امنیتي خدمتونو مشر الکسانډر بورټنیکوف خبریالانو ته وویل چې د دغه هیواد د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د ډلې د نوم د ایسته کولو بهیر په وروستي پړاړو کې دی. الکسانډر بورټنیکوف وویل چې هغه د افغانستان د ځانګړو خدماتو ادارو سره "ګډه دوه اړخیزه" همکاري غواړي.

د القاعده او نورو "ترهګرو" سازمانونو د مالي چارو د محدودولو په خاطر، طالبان د څه باندې دوو لسیزو راهیسې د لویدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دي

د روسیې په نوښت جوړې شوې د مسکو فارمټ شپږمې کلنۍ غونډې ته د طالبانو د یو پلاوي برسېره د مرکزي اسیا او منځني ختیځ د هېوادونو استازي بلل شوي دي..

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل چې لاوروف به د تړلو دروازو ترشا د غونډې مشري وکړي او د خبرو اصلي تمرکز به د افغانستان د ملي مصالحې د بهیر پرمختګ وي.

زخارووا دا هم وویل چې لاوروف په پام کې لري چې له متقي او ورسره د مل پلاوي سره په جلا توګه د مسکو او کابل ترمنځ د همکاریو پر مهمو برخو خبرې وکړي

لاوروف همدارنګه وویل چې روسیه "په هیڅ صورت" نه غواړي چې دریمګړي هېوادونه په افغانستان کې پوځي اډې ونیسي او یا نوي پوځي تاسیسات جوړ کړي.

روسیه په ګاونډي تاجیکستان کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، یوه پوځي اډه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG